fbpx

د عمران خان خور د خېرات په پېسو امريکا کې جايدادونه اخيستي

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان د شوکت خانم روغتون لپاره د خیرات په ټولو کړیو پیسو په امريکا او دوبۍ کې ځان ته جایدادونه اخیستي دي. پاکستاني رسنۍ وايي، چې ياد جايدادونه عليمه خان تر ٢٠١٧ کال پورې پټ ساتلي و.

د پاکستان د حکومت له خوا د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د فساد د تورونو پر دوام ځینو سیاسي مشرانو د لومړي وزیر خور په فساد تورنه کړې او ویلي یې دي چې هغې د روغتون لپاره د خیرات په راټولو کړیو پیسو بهر کې ځان ته جایدادونه اخیستي دي.

خو علیمه خان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. هغې د جایداد اخیستلو د خبرې په تایید سره ویلي چې دا جایدادونه یې د روغتون په پیسو نه بلکې له خپلې شخصي پانګې اخیستي دي. ویل کېږي چې نوموړې دغه جایدادونه په دوبۍ او نیوجرسي کې اخیستي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، عليمه خان ويلي دي، چې ټول جايدادونه يې د کاليو د ګنډلو په پېسو اخيستي دي او د شوکت خانم روغتون لپاره د راغونډې شوې چندې څخه يې يوه روپۍ هم نه ده اخيستې. هغه همدا راز وايي، چې خپل ټول عمر يې د شوکت خانم روغتون د کار لپاره وقف کړى دى، خو خپل کاروبار بيل کوي او د شوکت خانم روغتون کارونه يې له خپل کاروبار څخه بيل کړي دي.

ډېرى خلکو بيا دا خبره د خندا په ډول اخيستې ده، چې څنګه يو څوک کولاى شي د کاليو په ګنډلو په امريکا او دوبۍ کې جايدادونه واخلي، خو عليمه خان وايي، چې د پاکستان ټول اقتصاد د ښځو د کاليو ګنډلو په کاروبار ولاړ دى.

د پاکستان حکومت رسماً په دې اړه هېڅ هم نه دي ويلي او د عمران خان د حکومت سياسي مخالفين وايي، چې د نورو لپاره قانون يو ډول دى او د عمران خان د خور لپاره بيا قانون بل ډول دى.