fbpx

هغه کسان چې غواړي د جګړې او زور له لارې واک ته ورسېږي اشتباه کوي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، هغه کسان چې غواړي د جګړې او زور له لارې واک ته ورسېږي، اشتباه کوي او دا کار هېڅکله هم کېدونکی نه دی. عبدالله دغه څرګندونې د افغانستان او هند ترمنځ د څو پراختیايي هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال کړې دي.

عبدالله طالبانو ته په اشارې وویل، وسله وال که غواړي‌ د هېواد ‌په برخلیک کې ګډون ولري یوازینۍ لار یې سوله او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول دي نوموړي‌ زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه د متحده ایالاتو او سیمه ییزو هېوادونو لخوا روانې هڅې د ستایلو دي، خو د افغانستان خلک هغه وخت دا هڅې جدي نیسي چې ښکېل لوري د خبرو مېز ته سره کېني.

عبدالله زیاته کړه، تلپاتې سوله هغه مهال رامنځته کېدای شي چې پکې د ټولو افغانانو غوښتنې تامین او دغه بهیر د افغانانو په مالکیت او مشرۍ تر سره شي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل له وسله والو طالبانو سره له قید او شرط پرته پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو بیا له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده.