fbpx

کابل څخه ولسي جرګې ته د برياليو نوماندانو لېسټ اعلان شو

له اوږد انتظار وروسته اخر هم د کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته د بريالي شوو نوماندانو لومړنى لېسټ د ټاکنو خپلواک کمېسيون په رسمي ډول اعلان کړ. که څه هم په دې لېسټ کې ځينې داسې نومونه نشته، چې په ولس کې يې د بريا لپاره ډېر فکرونه کېدل، خو د بريالي شوو نوماندانو نومونه په لاندې ډول دي:

حاجي اجمل رحماني، الحاج عبدالقيوم خېر خواه، فدا محمد الفت صالح، احد جاويد جيحون، ډاکټر رمضان بشر دوست، خان آغا رضايي، الحاج امير ګل شاهين، غلام حسېن ناصري، الحاج ملا محمد جان احمدي، الحاج الله ګل مجاهد، الحاج سيد محمد محمدي، مير امان الله ګذر، حاجي خان محمد وردګ، الحاج قاضي مير افغان صافى، اجمل ګلاب، احمد ضيا عظيمي شينوزاده، توفيق وحدت، عبيدالله کليمزى وردګ، حاجي حفيظ الله جليلي، حاجي محمد فرهاد صديقي، انور خان اورياخېل، حاجي زړګى حبيبي، حبيب الرحمان سياف، نجيب الله ناصر، وکيل فاطمه نظري، مرسل نبي زاده، شينکۍ کړوخېل، روبينا جلالي، فوريه ناصر يار ګلدره يي، مريم سما، سليمه نيکبين، زهره نوروزى او جنرال نظيفه ذکي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يو ځل د کابل ولايت ټاکنې له فساد ډکې بللې او باطلې اعلان کړې وې او ويلي يې و چې په کابل ولايت کې به ټاکنې په دوهم ځل ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون ياده خبره ونه منله او وې ويل چې دوى د درغليو د مخنيوي په پار د کابل ولايت رايې يو ځل بيا شمېري، چې په همدغه کشمکش کې د کابل ولايت پايلې ډېرې وځنډېدلې.