fbpx

ځانمرګي برید کې څلور امریکایان وژل شوي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په سوریه کې په پروني ځانمرګي برید کې ۷ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوریې په منبج ښار کې د ائتلافي ځواکونو ګزمې ته نېږدې یو ځانمرګی برید وشو.

په سوریه کې یوې څارونکې ډلې ویلي په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دې برید کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه برید کې څلور امریکایان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو امریکایانو کې دوه سرتېري او دوه هم ملکي قراردایان دي.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.