fbpx

له واده وروسته دپيکا پر رنوير بندېزونه ولګول

ښځه که په هره برخه کې لوى نوم وګټي، خو بيا هم ښځه وي او کله چې واده شي، نو په آسيايي هېوادونو کې بيا دا ډېر اورېدل کېږي چې پر خاوند يې بندېزونه لګولي دي، همدا راز د هندي فلمونو نوموتې ستورې دپيکا پاډوکون هم لکه د نورو ښځو په څېر په خپل خاوند رنوير سنګ باندې له واده وروسته بندېزونه ولګول.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ، چې څه موده مخکې يې واده وکړ، که څه هم دپيکا پاډوکون يوه لويه فلمي ستورې ده، خو بيا هم له واده وروسته يې د نورو ښځو په څېر په خپل خاوند رنوير سنګ باندې درې بندېزونه لګولي دي.

رسنۍ ليکي، چې دپيکا پاډوکون خپل خاوند رنوير سنګ ته ويلي دي، چې هېڅ کله به ناوخته کور ته نه راځي، بلکې تل به هڅه کوي چې کور ته په وخت راشي. همدا راز بل بندېز يې پرې دا هم لګولى دى، چې له کوره به په وږې خېټه نه وځي، بلکې په کور کې به ډوډۍ خوري او بيا به بهر ځي.

همدا راز دپيکا پاډوکون په خپل خاوند رنوير سنګ بل تر ټولو مهم بندېز دا لګولى دى، چې د هغې زنګ ته به هر وخت ځواب ورکوي، هېڅ کله بايد داسې ونه شي چې دپيکا ورته زنګ ووهي او رنوير سنګ ورته ځواب ورنکړي.

ياده دې وي چې د هندي فلمونو دې نوموتو ستورو، دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ تېر کال د نومبر په مياشت کې واده وکړ، چې د دوى د واده په اړه ډېرې ورځې رسنۍ غږېدې او همدا راز د هند په فلمي بحثونو کې زيات بحثونه هم د دوى په واده باندې روان و.