fbpx

د نړۍ ښايستوکې ټرک ډرايوره

لويې ټرېلې يا هم لوى ټرکونه زياتره وخت سړي چلوي، يا د دغه لويو موټرو ډرايوران سړي وي، خو په جاپان کې يوه ٢٤ کلنه ښايستوکې نجلۍ هم د ټرک ډرايوره ده او په ډېر مهارت سره د ټرک ډرايوري کوي. خو همدا راز خلک يې د ښکلا صفتونه هم کوي او ډاډ ورکوي، خلک وايي چې همداسې ښځې هم کولاى شي چې د سړو په څېر درانده کارونه ترسره کړي.

دا نجلۍ راينو ساساکي نومېږي، چې د جاپان په کوچي سيمه کې ژوند کوي، ٧ کاله مخکې يې پلار ناروغ شو او له هغه وروسته راينو پرېکړه وکړه، چې د پلار سره د ټرک په چلولو کې مرسته وکړي. ٢١ کلنه وه، چې د نڅا زده کړه يې پرېښوده او د ټرک ډرايوري يې پيل کړه.

اوسمهال راينو د خپل پلار سره يو ځاى ټرک چلوي او د خپل پلار نه د ټرک د چلونې په اړه مهارتونه هم زده کوي. د نوموړې د ښکلا او د ډرايورۍ انځورونو خپرېدو نه وروسته په فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام په زرګونو خلک د هغې مينه وال دي او ورځ تر بلې يې د مينه والو شمېر زياتېږي. اوس راينو د جاپان تر ټولو ښايستوکې ټرک ډرايورې په نوم هم يادېږي.راينو ساساکي ١

راينو له تېرو ٧ کلونو راهيسې ټرک چلوي، خو تراوسه پورې نوموړې د خپل بدن په څېر يونيفارم نه دى پېدا کړى، ځکه چې کرتۍ، پېنټونه او دستانې ټول د سړو لپاره جوړېږي، نو هغې د خپل سايز سره سم څه شى تراوسه نه دي پېدا کړي.

راينو وايي، چې په راتلونکي کې به د هغه ښځو لپاره، چې ټرکونه چلوي د هغوى لپاره يو شرکت جوړوي چې يوازې د ښځو لپاره پکې درېشي او نور سامان جوړېږي. هغه د جاپان له يوې سيمې څخه بلې ته ترکاري او تازه مېوې وړي. په يو کال کې خوا و شا دوه سوه زره کلوميټر سفر کوي، خو ټرک ته د سامان خېژولو او راکوځولو او همدا راز د مستري توب کارونه بيا نه کوي.