fbpx

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې ګټورې بللې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته او خبرې یې ګټورې وې.

خلیلزاد پاکستان ته تللی د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي.

هغه پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له پاکستاني چارواکو یې کتنې او خبرې ګټورې وې او پاکستان په افغان سوله کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د افغان شخړې هواري او سولې پروسه کې همکاري د ټولو ګډ مسووليت دى.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرباڼه کې ویلي، چې قرشي او خلیلزاد د افغان سولې لپاره پر وروستيو هڅو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره بحث وشو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي دا د ټولو مسووليت دى چې په افغان سوله  کې خپل رول ترسره کړي.