The news is by your side.

د عبدالله او طالبانو ترمنځ د تړون نه کېدو اصلي لامل

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په دوحه کې د بين الافغاني خبرو پيل ډېری هېودوال خوښ کړي دي‌ مګر تېرې دوې ورځې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو څخه د مثبتې پايلې د نه راوتلو له کبله ځینې افغانان ناهيلي شوي هم دي.

دا چې ولې د دوه ورځنيو خبرو وروسته بدون له دې چې د خبرو نه توافق باندې اتفاق وسي کوم بل توافق ونشو مهمه پوښتنه ده، ځکه افغانان په تمه و چې ددې خبرو څخه به که ډېر ښه نه وي حداقل ښه خبر واوري.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې د طالبانو سره خبرو ته تللی هيئت د مشورې صلاحیت درلود خو د پرېکړو واک یې نه درلود، له همدې کبله کوم توافق ونشو، د توافق لپاره اختیاراتو ته اړتیا ده کومه چې د افغان حکومت له لوري لېږل شوي هيئت نه درلوده.

د طالبانو څخه يوه سرچينه وايي چې دوی اوس هم خبرو ته هیله من دي، خبرې په ډېره ښه فضا کې ترسره شوې او موږ دا هيله لرو چې افغان هيئت به کابل ته د ښه نیت خبر يوسي او راتلونکي کې به د سولې خبرې په لا جديت او موثريت ترسره شي.

که څه ځینې حکومتي سرچينې په طالبانو پړه ور اچوی او وايي چې په خبرو کې یې صرف د خپلو بندیانو د آزادولو او د خپلو مشرانو د نومونو د تور لېست څخه د لرې کولو علاقه درلوده، د اوربند نوي حکومت او دې ته ورته مسايلو ته یې چندان غاړه نه ایښوده خو د طالبانو وياند بيا وايی چې دوی په ټولو مسايلو د خبرو لپاره تيار دي.

په کابل کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې سبب ددې سفر څخه ډډه وکړه چې ويل یې دا هيئت د پرېکړې صلاحیت نلري او صرف مشورې او خبرې کوي او له دوحې به بېرته تش لاس راځي.

طالبان وايي د اختر راهيسې يې ټول ټيم او مشران تيار و چې د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي خو د حکومت يو نيم هيئت په دوحه کې و د حکومتي چارواکو خبره بيا داده چې طالبان په اساسي مسايلو بحث ته زړه نه ښه کوي، هغه څه چې طالبان يې ردوي.

Comments are closed.