fbpx

چينايي شرکت کارکوونکو ته په څلوري د ګرځېدو جزا ورکړې

داسې به مو ډېر کم اورېدلي وي، چې شخصي شرکتونه دې خپلو کارکوونکو ته عجيبې جزاوې ورکړي، خو په چين هېواد کې بيا داسې هم کېږي، په چين کې يو شرکت د خرابې کارکردګۍ له امله خپلو کارکوونکو ته په سرک په څلوري د ګرځېدو جزا ورکړې ده، چې دا عمل په ټولنيزو رسنيو سخت غندل شوى دى.

دا پېښه د چين په شينډونګ ايالت کې پېښه شوې ده. يو شرکت خپل هغه ٦ کارکوونکي، چې د شرکت هدف ته يې ځان نه و رسولى، دې ته مجبوره کړل چې په سرک په څلوري وګرځي. کله چې د دې کارکوونکو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوه، نو خلکو پرې نيوکې وکړې.

د چين د شينډونګ ايالت په زاو زوانګ ښار کې دا پېښه د جنورۍ په ١٤مه نېټه وشوه، په دې ٦ کارکوونکو کې ښځينه کارکوونکې هم وې، چې په سرک په څلوري روان خلکو وليدل، يو کس د شرکت بېرغ په لاس کې نيولى مخکې روان و او نور کسان ورپسې په څلوري روان ول، چې هېڅ امنيتي تدابير هم ورته نه و نيول شوي، خلکو چې دا حالت وليدل، ډېر زيات ورته حېران شول.

کله چې پوليس دغه ځاى ته راورسېدل، نو د ډېرې ستړيا له امله د ټولو ساګانې خرابې شوې وې، له څېړنو وروسته معلومه شوه چې دا ښکلا لپاره د آرايش او کريمونو جوړولو يو شرکت دى، ياد شرکت د پوليسو له خوا وتړل شو او په اړه يې پلټنې پيل شوې. د ياد شرکت وياند رسنيو ته ويلي، چې په دې کار سره يې هدف يوازې دا و چې کارکوونکو ته د ښه کار لارښوونه وشي.

ياده دې وي چې په چين هېواد کې شرکتونو خپلو کارکوونکو ته په ښه کار نه کولو يا په ټاکلي هدف نه پوره کولو عجيبې جزاوې ورکوي، له دې مخکې يو شرکت خپل کارکوونکي په دې مجبوره کړي و، چې تريخ شربت پرې وڅکوي، همدا راز يو بل شرکت بيا خپل کارکوونکي دې ته مجبوره کړي و چې چينجي پرې په زوره وخوري.