The news is by your side.

د حکومت له لوري د سولې لپاره ښه اقدام

خبريال وېبپاڼه: که څه هم تېره ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په مهال وويل چې دوحې ته د افغان سياسیونو سفر وښوده چې طالبان په هېڅ صورت انعطاف او سولې ته نه دي ژمن مګر تازه د سولې په چارو کې ددولت غ وزارت څخه ځینې سرچینې وايي چې دوی د یوه بل لوړ پوړي افغان هيئت د لېږلو تصمیم لري.

د سولې په چارو کې ددولت د وزرات مشاور عزيزالله فضلي وايي چې دوی په نېږدې وخت کې دوحه ته یو ډېر لوړ پوړی هيئت ولېږي چې د طالبانو سره په جدي ډول د سولې مذاکرات په مخ يوسي، فضلي وايي دا ځل به هيئت هم ډېر لوړ رتبه وي او په ډېرو مهمو مسايلو لکه اوربند باندې به هم ترټولو زيات بحث وشي.

فضلي ددې هيئت د تګ د وخت او يا ددې هيئت د غړو په هکله معلومات ورنکړل او ويې ويل چې دا کار به په نېږدې راتلونکې کې وشي مګر اوس دقیقه نیټه او تاريخ نشي ورکولای/ ويلای.

فضلي وړاندې د خپلو خبرو په جریان کې وويل چې جګړه د حل لاره نده، ده وويل؛ موږ په دې باور يو چې جګړه روانه ستونزه نشي حل کولای او جګړه د حل لاره نده، فضلي دا ځل د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو څخه هم همکاري وغوښته، ده وويل په لنډه موده کې د افغانستان څخه يو لوړ پوړي هيئت دوحې ته ولاړ شي، د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو څخه مو هيله دا ده چې په دې پروسه کې همکاري وکړي ترڅو په افغانستان کې روان وضعیت ته د پای کېږدو.

د روانې مياشتې په ۲۶ او ۲۷ باندې په دوحه کې د افغانستان د طالبانو استازو خبرې وکړې، د خبرو په پايله کې که څه هم هغه څه را ونه وتل چې خلکو يې هيله درلوده لکه د قدرت د ویش په هکله پرمختګ او خبرې، د سولې او اوربند اړوند خبرې، خو بيا طالبانو په یوه اعلامیه کې وويل چې په لوړه کچه د دواړؤ لوریو د استازو خبرې کولی شی د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

ددې غونډې په پايله کې صرف د خبرو په دوام توافق وشو ورسره د اسلامي قانون په بنسټ د ښځو په حقوقو، د نارينه و په حقوقو، د ټولګټو پروژو په نه تخريب او ساتنې او کورونا ويروس سره د مبارزې په هکله توافق وشو.

د سياسي چارو کارپوهان وائی که څه هم افغان ملت له جګړې ستړی دی او ژر ترژره اوربند او یو توافق غواړی خو زیاتوي چې روانې خبرې د خبرو دوام هغه څه دي چې بلاخره دا امکان رامنځته کوي چې کېدی موجوده ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

Comments are closed.