fbpx

جوزف ووټل له پاکستاني چارواکو سره کتلي

د زلمي خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو سره سم د امریکا دوه نور نظامي او سیاسي پلاوي پاکستان ته تللي او پر افغان سوله یې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو سره سم د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال ووټل په مشرۍ یو نظامي پلاوی هم پاکستان ته رسېدلی دی.

هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت سربېره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې جنرال باجوه وویل، چې د سیمې د امنیت لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او پاکستان به د افغان سولې لپاره خپلې همکارۍ جاري وساتي.

له دې ورها خوا د امریکايي سناتور لینډسي ګراهم په مشرۍ هم یو سیاسي پلاوی پاکستان ته تللی او د بهرنیو چارو وزیر قریشي سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو، پر سیمه‌ییزو او نړېوالو حالاتو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.