fbpx

کرينه کپور سياست ته راروانه ده؟

د هندي فلمونو نوموتې ستورې په اړه تازه خبر دا دى چې نوموړې په فلمونو کې د نوم ګټلو نه وروسته اوس سياست ته راروانه ده او داسې ويل کېږي چې په روان کال کې به په هند کې د کانګريس ګوند له خوا کانديده شي.

د هندي فلمي ستورو او سياست سره ډېره راشه درشه ده، يو شمېر فلمي ستوري سياسي مېدان ته هم تللي، چې ځينې پکې يې تر پارلمان هم رسېدلي دي، وزارتونه او نورو لوړو څوکيو باندې يې دندې ترسره کړي او د هېواد په سياست کې يې هم پراخه ونډه اخيستې ده، خو اوس په دې برخه کې تازه خبر دا دى، چې کرينه کپور هم سياست ته راروانه ده.

د هند سياسي ګوندونه د فلمي ستورو له شهرت ګټه اخلي او هغوى د خپلو ګوندونو په نمايندګۍ سياست ته راوباسي، چې اوس د هند يو لوى ګوند انډين نېشنل کانګريس غواړي چې د هندو فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور هم سياست ته راوباسي او د خپل ګوند له خوا يې کانديده کړي.

هندي رسنۍ ليکي، چې د مدهيه پردېش د کانګريس مشران غواړي چې د ٢٠١٩ ټاکنو لپاره کرينه کپور کانديده کړي. دا خبرې د کانګريس يو مشر يوګندرا سنګ د کانګريس عمومي مشر راهول ګاندي ته په يو خط کې ليکلي او له هغه يې غوښتنه کړې ده، چې په بهوپال کې دې کرينه کپور ته ټکټ ورکړي او مېدان ته يې کوزه کړي.

په دغه خط کې زياته شوې ده، چې کانګريس د بهوپال دغه څوکۍ ډېر وخت کېږي چې نه ده ګټلې او دا ځل دوى ته پکار دي چې د دغه څوکۍ لپاره هم يو زورور کانديد مېدان ته کوز کړي، چې هغه وکولاى شي دغه څوکۍ وګټي. نو د دې لپاره به ښه دا وي چې د پټودي کورنۍ کوم کس ته ټکټ ورکړل شي، چې کرينه کپور په دې کې ښه انتخاب دى.کرينه کپور خان

د کومۍ څوکۍ لپاره چې کرينه کپور ته د ټکټ ورکولو خبرې روانې دي، په ١٩٩١ کال ټاکنو کې د دغه څوکۍ نه د کرينه کپور سخر او د سېف علي خان پلار منصور علي خان د کانګريس په ټکټ بريا ترلاسه کړې وه، له هغه وروسته کانګريس په دغه څوکۍ هېڅ کله هم بريا نه ده ترلاسه کړې.

خو بلخوا ځينې رسنۍ د کرينه کپور له خولې وايي، چې له هغې سره هيچا هم د ټکټ په اړه خبره نه ده کړې او نه هغه سياست ته د راتګ اراده لري. کرينه کپور له رسنيو سره ويلي دي، چې په دغه خبرونو کې هېڅ رښتيا نشته او هغه اوس غواړي چې خپل ټول پام خپلو فلمونو ته وکړي.

د يو هندي ليکوال او خبريال رشد قدوايي په نوي کتاب (نيتا ابهينيتا) کې، چې تازه له چاپه راوتى دى، د کرينه کپور او د کانګريس د مشر راهول ګاندهي په اړه ځينې معلومات هم خپاره شوي دي. په دغه کتاب کې ويل شوي دي چې کرينه کپور په لومړي سر کې په راهول ګاندهي ميينه وه، چې د کانګريس مشر راهول ګاندهي هم له کرينه کپور سره مينه درلوده او دواړه يو بل ته ډېر نږدې و.

Loading...