کور پاڼه / لوبي / افغان فوټبالر له هندي ټیم سره یو ځای شو

افغان فوټبالر له هندي ټیم سره یو ځای شو

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی مقدر قاضي‌زاده به له دې وروسته د هندوستان په کورنیو فوټبال سیالیو کې لوبې ترسره کړي.

د فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، مقدر قاضي‌زاده سره د هندوستان Quarts FC کلب د ۸ میاشتو تړون لاسلیک کړ او له یاد کلب سره ملګری شو.

د هندوستان دغه کلب چې په ۱۹۷۶ کال کې جوړ شوی دی، روزنه یې له ۲۰۱۲ کال راهیسې المانی فرانک برینر په غاړه لري او د پریمیر لیګ اف کیراله په سیالیو کې لوبې کوي.

مقدر قاضي‌زاده د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه هم لوبېدلی دی او د هغه لوبډلې غړی هم و چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د اسلام‌الدین امیري په کپتانۍ کې افغانستان ته د سویلي اسیا لومړۍ اتلولي وګټله.

د دفاع لیکلي دغه افغان لوبغاړی د ملي لوبډلې ترڅنګ د افغانستان په بېلابېلو فوټبال کلپونو کې لوبېدلی دی او اوسمهال د افغانستان په فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د عقابان هندوکش لوبډلې غړی دی.

د دغه کلب وړاندې ۳۰ کلن مقدر قاضي‌زاده له ۲۰۰۹ کال راهیسې د کابل بانک، فیروزي، شاهین اسمایي او د سپین غربازان لوبډلې په ګټه په ۱۹ سیالیو کې لوبېدلی او ۶ ګولونه یې ترسره کړي دي.

بیا وګوره

افغانستان له زمبابوي نه د یو ورځنۍ لوبو لړي وګټله

افغان کرکیټ لوبډلي له زمبابوي څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ په ۱۴۶ منډو وګټله او …

په لالیګا کې د ریال بل ریکارډ

د اسپانیې لالیګا سیالیو د تاریخ تر ټولو مشهور او ریکارډ لرونکي فوټبال کلب ریال …