چین یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
پاکستان کې د چین سفیر یاوو جنیګ ویلي هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم بولي او په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.
یاوو جینګ په افغان سوله کې د پاکستان رول هم مهم بللی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
یادوني وړده، چین تر دې وړاندې هم څو ځلې له پاکستان غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې جدي همکاري وکړي.
چین وايي، په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ او لویو پروژو د پلي کېدو لپاره تر ټولو اړین کار په افغانستان کې امن او ثبات دی.