fbpx

د کرکټ د تاريخ ناشنا پېښه، د لمر له امله لوبه وځنډېده

د کرکټ په تاريخ کې ناشنا پېښه، په لومړي ځل د لمر له وجې د نيوزيلانډ او هند ترمنځ لوبېدونکې لوبه ودرول شوه، چې د لمر له ډوبېدو وروسته يو ځل بيا لوبه پيل شوه.

هندۍ لوبډله له آسټراليا سره تر سيريز وروسته اوس په نيوزيلانډ کې ده، چې له نيوزيلانډ لوبډلې سره ٥ يو ورځني او ٣ شل اوريزې لوبې کوي. د کريک انفو وېبپاڼې د خبر تر مخه، د نيوزيلانډ د نيپير ښار په مک لېن پارک کې د سيريز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د کرکټ د تاريخ ناشنا پېښه رامنځ ته شوه.

په لوبه کې نيوزيلانډ لومړى توپوهنه وکړه، چې د نيوزيلانډ هدف پوره کولو لپاره د هند لوبډله مېدان ته راکوزه شوه، نو له لس اورونو ترسره کېدو وروسته لوبه يو ځل بيا ودرول شوه. دا ځل لوبه بېخي د قانون خلاف، د لمر د ډوبېدو له امله ودرول شوه.

د نيپير په مک لېن پارک کې د لمر سترګې د ډوبېدو پر وخت لمر نېغ د توپوهونکو پر سترګو راپرېوت، چې په دغه وخت کې هندي توپوهونکو د لوبې له کولو څخه انکار وکړ، چې له همدې امله لوبه د نيم ساعت لپاره ودرول شوه، کله چې د لمر سترګه ډوبه شوه، نو يو ځل بيا لوبه پيل شوه.

ياده دې وي چې د کرکټ په لوبغالي کې پچ يا ويشتنځاى شمال او جنوب لوري ته وي، خو په مک لېن پارک کې پچ يا ويشتنځاى بيا مشرق او مغرب لوري ته دى.

کرکټ پوه هرشا بوګلى په ټويټر ليکلي، چې په خپل ژوند کې يې کله هم داسې پېښه نه ده ليدلې، چې د لمر د ډوبېدو له امله دې د کرکټ لوبه ودرول شي. هغه ويلي دي چې د کرکټ په لوبغالي کې دې پچ يا ويشتنځاى د شمال او جنوب لوري ته جوړ شي.

همدا راز يو شمېر نورو کرکټ پوهانو هم په دې اړه په ټويټر پوسټونه کړي دي او ويلي يې دي چې دا پېښه د دوى لپاره ډېره نا اشنا ده، ځکه چې دلته لوبه د کوم قانون له مخې نه، بلکې د لمر د ډوبېدو له امله ودرېدلې ده او بايد د لوبغالو جوړېدو پر مهال دې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي.

ياده دې وي چې دوه کاله مخکې د بنګله دېش او نيوزيلانډ ترمنځ په همدې لوبغالي کې شل اوريزه لوبه ترسره کېده، چې هغه هم د لمر د ډوبېدو له امله د لږ ساعت لپاره ودرول شوې وه، چې کله لمر ډوب شو، نو لوبه بيا پيل شوه.