fbpx

پر غرونو انځور ويستونکې نجلۍ، له غره ولوېده

هسې له خو تېرو څو کلونو راهيسې د سيلفي انځورونو او ويډيوګانو اخيستلو له امله د خلکو په مرګونو کې زياتوالى راغلى دى، خو بيا هم د شهرت وږي له دې کارونو لاس نه اخلي او له خطرناک څخه خطرناک ځايونو کې د عکسونو او ويډيوګانو جوړولو په هڅه کې وي، دا ځل په تايوان کې يوه پېښه شوې، چې په انټرنېټ مشهوره شوې يوه ستورې، چې په غرونو به يې انځورونه اخيستل، له غره لويدلې او خپل ژوند يې له لاسه ورکړى دى.

د رسنيو د راپورونو تر مخه، ٣٦ کلنه ګيګي وو، چې د خطرناکو غرونو سرونو ته به ختله، هلته به يې نيمه لوڅ او له مينې ډک انځورونه اخيستل او ويډيوګانې به يې جوړولې او هغه به يې بيا پر انټرنېټ خپرولې، چې له همدې امله يې زيات شهرت هم ترلاسه کړى و، په يوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

امريکايي رسنۍ (سي اين اين) د تايوان د ځايي رسنيو د راپورونو په اساس ليکلي، چې ګيګي وو له ١٠٠ فټه اوچت غره څخه رالوېدلې او مړه شوې ده. د راپور تر مخه، ٣٦ کلنه ګيګي وو ٣٠ متره اوچت غره ته ختله، چې د خراب موسم له امله مړه شوې ده.ګيګي وو ١

ځايي ادارې دا خبره تاييد کړې ده، چې ګيګي وو له لوېدو وروسته خپل ملګري ته په موبايل باندې پېغام هم ورکړى و، او له پېښې يې خبر کړى و، خو ځايي ادارې په وخت مرسته ونه رسولاى شوه. ويل کېږي چې له ګيګي وو سره پېښه د ورځې په پاى کې راپېښه شوې وه، چې د مرستې لپاره يې ځايي اداره په سبا ورځ پسې ووتله.

ځايي ادارې دا هم تاييد کړې، چې د ګيګي وو مړى يې د جنورۍ په ٢٢مه پېدا کړ. خو ځايي ادارې تر دې مهاله پورې دا خبره نه ده تاييد کړې، چې ګيګي وو د غره نه د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او که نه، د خرابې هوا له امله يې ژوند له لاسه ورکړى دى.

داسې ويل کېږي چې د خراب موسم او يخنۍ له امله به د ګيګي وو بدن ډېر يخ شوى وي او بيا به د غره ته ختو پر مهال يې خپل توان له لاسه ورکړى وي او له غره څخه به رالوېدلي وي او خپل ژوند به يې له لاسه ورکړى وي. ګيګي وو له دې مخکې هم په داسې موسم کې په دې غرونو کې انځورونه اخيستي او ويډيوګانې جوړې کړې وې.

د تايوان په ګډون په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم ګيګي وو د (بکني کلايمبر) په نوم سره مشهوره وه.

ګيګي وو په ټولنيزو رسنيو کې خپل نيمه لوڅ عکسونه خپرول، چې له همدې امله زياته مشهوره شوه او ډېر مينه وال يې پېدا کړل. بيا ګيګي وو په خطرناکو غرونو کې انځورونه ويستل او له خپلو اکاونټونو به يې خپرول.ګيګي وو ٢

Loading...