fbpx

د دغه بنګله دېشي پر بدن لکه د ونې ښاخونه راختي

په نړۍ کې به مو ډېرې عجيبې ناروغۍ ليدلي وي، خو يو بنګله دېشى په داسې يوې ناروغۍ اخته دى، چې په بدن يې لکه د ونې لرګي يا ښاخونه راختي دي. چې ډېرى خلک يې اوس د (ټري مېن) يا د ونې انسان په نوم هم پېژني.

د رسنيو د راپورونو تر مخه، بنګله دېشى ابوالبجندار له ٢٠١٦ کال راهيسې په (ټري مېن) [د ونې انسان] په نوم مشهور شوى دى، نوموړى په اصل کې د (ايپي ډرمو ډسپليړيا) په نوم د يوې جلدي ناروغۍ ښکار دى، چې په لاس او پښو کې يې د ونې په څېر ښاخونه راختي دي.

نړيوالې رسنۍ وايي، چې ابوالبجندار يو ځل بيا په روغتون کې بستر شوى دى او يو ځل بيا به يې سرجري کېږي. هغه مخکې هم ٢٥ سرجري کړې وې، چې بيا يې له نورې درملنې انکار کړى و.

٢٨ کلن ابو البجندار له تېرو ٢ لسيزو راهيسې په دې عجيبې ناروغۍ اخته دى، په ٢٠١٦ کال کې د نوموړي ٢٥ ځل سرجري وشوه، خو ابو البجندار کور ته لاړ او د نورې درملنې نه يې انکار وکړ، خو اوس هغه يو ځل بيا دې ته راضي کړاى شوى دى، چې د نورو سرجري کولو سره به هغه له دې ناروغۍ څخه خلاص شي.

د ډاکټرانو د وينا تر مخه، د ابو البجندار حالت اوس له پخوا نه ډېر خراب شوى دى او د ده پر لاسونو راختي لرګي له يو انچ څخه هم ډېر اوږده شوي دي او اوس يې د پښو په ګډون د بدن په نورو برخو هم لکه د ونو ښاخونه راختي دي، خو ډاکټرانو هيله څرګنده کړې ده، چې د نورو ٦ سرجريانو په مرسته به دوى وکولاى شي چې د ابو البجندار دا ناروغي له منځه يوسي.