fbpx

پاکستانى پوځ پښتنې ښځې د غنيمت په توګه کاروي

د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو وروسته په پاکستان کې د مېشته پښتنو سره د پاکستاني پوځ له خوا د شوو ظلمونو نوي نوي داستانونه رسنيو ته راوځي، چې ډېر زيات هېښوونکي او لړزوونکي دي. تازه پېښه دا ده چې د شمالي وزيرستان په خيسور کلي کې پاکستاني پوځيانو د يوې کورنۍ ښځينه بې پردې کړي دي.

تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په وينا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد احتجاجونه وشول، په دغه احتجاجونو کې ګډونوالو د پاکستان د پوځ پر ضد نعرې ووهلې او وې ويل، چې د پاکستان پوځ د بل بنګله دېش جوړولو ته لارې جوړوي.

د عوامي ورکر ګوند مشرې عصمت شاه جهان بيا په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان پوځ په بنګال کې ظلمونه وکړل او ځواب ورته ورکړل شو، په افغانستان کې يې هم په لکونو خلک ووژل، بې کوره يې کړل، خو اوس يې په پاکستان مېشته پښتنو باندې هم ظلمونو ته دوام ورکړى دى، که دا هر څه يې بند نه کړل، نو بل بنګله دېش به جوړ شي.

بلخوا د پاکستان يو خبريال حسن خان د شمالي وزيرستان خيسور کلي ته تلى او هلته له يادې کورنۍ سره يې ليدلي دي. هغه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې هلته تګ لړزولى دى، ځکه داسې خبرې يې هلته اورېدلي، که يې وکړي د پاکستان پوځ ټول شرمونه به رابهر شي، خو هغه له پاکستاني حکومت غوښتنه کړې ده، چې ياد پوځيان دې کورټ مارشل شي او سخته سزا دې ورته ورکړل شي.

حسن خان ډيوه راډيو سره په خبرو کې دا  هم ويلي دي، چې د خيسور پېښه يوازې يوه پېښه نه ده، بلکې په شمالي وزيرستان کې داسې ډېرې پېښې شوي دي، چې د پاکستان پوځيانو د خلکو د کورونو بې ستري کړې ده، له ښځو سره يې په زوره زياتى کړى دى او داسې ډېرې پېښې به نورې هم راڅرګندې شي.

ويل کېږي چې د پاکستان پوځ که يوې خواته د ترهګرۍ په نوم قبايلي سيمې تباه کړې، نو بلخوا يې له خلکو سره دومره ظلمونه کړي، چې اوس آن خلک له خپلو سيورو هم ويرېږي، ځکه هېڅ داسې ظلم نه دى پاتې، چې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمه کې نه دى ترسره کړى، آن په قبايلي سيمه کې يې د خلکو ښځې د غنيمت مال ګڼلى دى.

حسن خان په خپلو خبرو کې زياتوي، چې خيسور ته د چا په وينا نه و تلى، خو هلته چې يې خلک وليدل، نو ولړزېده، ځکه چې د خلکو په مخونو ويره خپره وه او آن دوى ته يې هم په داسې يوه سترګه کتل، چې دوى به اوس له دې خلکو سره څه کوي.

په پاکستان کې يوې فعالې ګلالۍ اسماعيل بيا تېره ورځ په احتجاج کې وويل، چې د پاکستان پوځ پښتانه اوچتوي او ورته وايي چې تاسې له ترهګرو سره مرسته کړې ده. هغه زياتوي، پښتانه ترهګر نه دي، ترهګر د پاکستان پوځ دى، چې هم يې د پښتنو په سيمه کې ترهګر وروزل، هم يې په همدغه ترهګرو پښتانه ووژل او هم يې بېرته پښتانه د ترهګرو په نوم ووژل. خو اصل کې ترهګر د پاکستان پوځ دى، بمبارۍ دوى وکړې، اختطافونه دوى وکړل، ترهګرو ته وسلې دوى ورکړي، کورونه دوى وران کړل او هر ظلم چې يې په وس پوره و، له پښتنو سره يې وکړ.