fbpx

خبریاله مرضیه هاشمي خوشې شوه

د ایران د یوه ټلوېزیون خبریاله مرضیه هاشمي چې په یوه ناڅرګنده قضیه کې د شاهدې په توګه په امریکا کې توقیف شوې وه، خوشې شوې ده.
دا خبره هغو چارواکو او مدافعانو کړې چې د مېرمن هاشمي په قضیه کې ښکېل و.
خو امریکایي چارواکو تر اوسه رسماً په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
۵۹ کلنه مېرمن هاشمي چې په امریکا کې زیږېدلې او له انګریزي ژبې ایران پرېس ټلوېزیون سره یې کار کاوه، د جنوري په دیارلسمه توقیف شوې وه.
تهران چې له واشنګټن سره یې له مخکې اړیکې ترینګلې دي، د مېرمن هاشمي د توقیف په وړاندې له غصې ډک غبرګون ښودلی او له توقیفه یې د هغې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.