fbpx

محقق د ولسمشر غني امر نه مني

حزب وحدت اسلامي وايي چې محقق به د اجراييه رياست د دويم مرستيال په توګه دندې ته ادامه ورکړي او ددغه ګوند په خبره چې د محقق لرې کول د ولسمشر صلاحيت نه دى.

 محمد محقق چې د حنيف اتمر په ټاکنيز ټيم کې د ولسمشرۍ دويم مرستيالۍ ته يې ځان نومولى  ولسمشر غني د يوه فرمان له مخې د اجراييه رياست له دويمې مرستيالۍ څخه له دندې ګوښه کړ.

اجراييه رياست د محقق د ګوښه کېدو په غبرګون کې ويلي چې د بې ثباتۍ رامنځته کېدل د هېڅ ډلې په ګټه نه دي او د محقق لرې کول د شوي سياسي تړون  له روحيې سره په تضاد کې دي

. د حزب وحدت اسلامي سرپرست ناطقي وويل چې د وحدت ملي حکومت د دوه ټاکنيزو ټيمونو د يوه سند په اساس رامنځته شو او محقق د خلکو د رايو په اساس په وحدت ملي حکومت کې برخه اخيستې .

نوموړي وويل چې د محقق لرې کول د قانون خلاف دى، دا د ولسمشر صلاحيت نه دى او محقق به د اجراييه رياست د دويم مرستيال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.