fbpx

دوه زيارکښې خويندې، د هلکانو په کاليو کې سلماني چلوي

د ښځو د کارونو په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، خو بيا په آسيايي هېوادونو کې به مو داسې کومه نجلۍ يا ښځه نه وي ليدلي، چې ناييتوب کوي يا سلماني چلوي، خو نن درته د همداسې دوه زيارکښو خويندو په اړه وايو، چې د پلار د ناروغېدو نه وروسته يې له خپلو ځانونو هلکان جوړ کړل او د پلار د ناييتوب دوکان چلوي.

دا دوه خويندې د هند د اترپردېش ايالت په بنواري توله سيمه کې د نايي دوکان چلوي. يوه يې جيوتي کمار او بله نيها کمار نومېږي. د جيوتي کمار اوس ١٨ او د نيها عمر بيا ١٦ کاله دى، چې دواړه له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغه دوکان کې کار کوي او د خپلې کورنۍ لپاره پکې رزق پېدا کوي.

په ٢٠١٤ کال کې د دې خويندو پلار د فالج ښکار شو او په بستره پرېوت، د پلار د ناروغۍ سره سم يې دوکان بند شو او په کور کې د خوراک ډوډۍ هم ژر خلاصه شوه، دواړو خويندو هوډ وکړ او د خپل پلار دوکان يې پرانيست، دغه مهال مشره خور ١٣ کلنه او کشره ١١ کلنه وه.

دواړو خويندو چې کله دوکان پرانيست، نو چون دواړه نجونې وې، نو مشتريان به ورته راتګ نه خوښاوه، له دې وروسته بيا جيوتي او نيها خپل ويښتان واړه کړل، د هلکانو کالي يې واغوستل او تر دې پورې چې خپل نومونه يې هم بدل کړل. همدا راز دوى وايي چې په خپلو غږونو يې هم خواري وکړه او خپل غږونه يې د هلکانو په څېر کړل او په دوکان کې يې کار ته ادامه ورکړه، چې د کور نغرى يې بېرته بل کړ.جيوتي کمار

دواړو خويندو خپل نومونه ديپک او راجو کېښودل او په شريکه به يې د ورځې ٤٠٠ هندي کلدارې پېدا کولې، چې د کور د مصرف تر څنګ يې د خپلو زده کړو پېسې هم پېدا کولې او همدا راز د خپل پلار درملنه يې هم کوله. د کيلې ځينې خلک هغوى تنګوي، هغوى له خپل کار سره کار لري او د چا په خبرو پسې نه ګرځي. څلور کاله دواړو خويندو خپل ځانونه پټ کړل، خو اوس پرې ډېرى خلک خبر دي، چې دا نجونه دي.

جيوتي کمار وايي، چې هغه له هيچا نه ويرېږي او خپل کار ښه په مېړانه کوي. کله چې د دې دواړو خويندو کيسه په ټولنيزو رسنيو خپره شوه، نو د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې خلکو وستايلې.

Loading...