fbpx

له ځنډ وروسته د طالبانو او امریکا خبري بیا پیل شوې

تېره ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ په ناببره توګه خبري د خنډ سره مخامخ شوې . طالبانو وویل چې امریکا له شویو ژمنو د شاتګ هڅه وکړه ځکه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبري د ځنډ او خنډ ښکار شوې .
خو نن له غرمې وروسته امریکا يي پلاوی او د طالبانو د مذاکراتو ګروپ یوځل بیا د خبرو پر میز سره راغونډ شول .
طالب مشران وايي چې مذاکرات یوازي‌او یوازي د اجنډا پر موضوع شوني‌دي ، او که چېرته په خبرو کې نور اړخونه راګډېږي ‌بیا به دا سلسله د ځنډ او نډ سره مخامخ کېږي .
ننۍ غونډه کې شيرمحمد ستانکزي ، عبد السلام حنفي , ملافاضل اخوند، ملاخيرالله خيرخواه ، شيخ دلاور , قاري دين محمد حنيف ، سهيل شاهين او دوه نور مشران شامل دي .
د امریکا يي پلاوي له اړخه پخپله زلمی خلیلزاد او (۱۰) نور کسان شتون لري .
ننۍ خبري به د تېرو پنځو ورځود (۹) غونډو پر پرېکړه لیک راڅرخي .
اټکل دی چې سبا ته به د قطر د خبرو یو مشترکه اعلامیه هم خپره شي .
که څه هم په دغو مذاکراتو کې ډېره برخه خبري پر دوو ټکو راڅرخېدې ، خو د غونډي په حنډو کې ځیني نور اړخونه هم تربحث لاندي نیول شوي دي .
د غونډي اصلي اجنډا :
د افغانستان نه د امریکا يي ځواکونو وتل !
افغانستان د نورو هیوادونو خلاف باید ونه کارول شي ( یعني نوري نړۍ ته باید خطر نه شي .)‌
دواړه لوري له یوه او بل نه ضمانت غواړي ، او تر ډېره بریده په دې مورد تر پایه سره رسېدلي دي .
خو پرون غونډه ځکه ناسم لورته لاړه چې پر دې دوو اجنډاوو باندي د امریکا يي پلاوي له لوري دافغان حکومت سره د خبرو ، او اوربند مسئله وریاته کړل شوه .
طالبان وايي چې د لمړیو دوو خبرو تر فیصله کېدو وروسته به پر نورو ټولو اړخونو خبري پیل شي .
د طالبانو سرچینې وايي چې ناټو او ملګري ملتونه به د ځینو ګاونډیو هیوادونو سره یوځای د ضمانت لپاره را وړاندي شي .

د طالبانو او امریکا خبري له نتیجې پرته ځنډېدلي‌دي