fbpx

وينزويلا د پارلمان مشر د لاریونونو ترسره کولو اعلان کړی

د ونزیویلا د پارلمان مشر خوان ګوایدو، چې ځان یې د دغه هیواد ولسمشر بللی دی، د نویو او پراخو لاریونونو د ترسره کولو اعلان کړی دی. هغه غواړي په دې توګه د واک د سپارلو په خاطر پر نیکولاس مادورو فشار ډیر کړي.

د ونزیویلا د حکومت او ولسمشر د مخالفينو رهبر خوان ګوایدو، د نویو او پراخو لاریونونو په اعلانولو سره غواړي د ونزیویلا له ولسمشر سره د واک ترلاسه کولو پر سر مبارزه سړکونو ته را وباسي. نوموړي د جمعې په ورځ په کاراکاس کې خپلو پلویانو ته وویل، دوی به بیا هم سړکونو ته راوځي. نوموړي زیاته کړې، لاره روښانه ده د غصب پای ته رسول، موقت حکومت او ازادې ټاکنې غواړي.

د ونزیویلا د پارلمان رییس خوان ګوایدو د چهارشنبې په ورځ ځان د دې هیواد موقت ولسمشر اعلان کړ او د ولسمشر نیکولاس مادورو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست. امریکا او د لاتينې امریکا  یو شمیر هیوادونو سمدستي هغه د ولسمشر په توګه په رسميت پيژندلی دی.