fbpx

هند یو ځل بیا نیوزیلینډ ته په خپل کور کې ماتې ورکړه

د هند او نیوزیلیند ترمنخ په نیوزیلیند کې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړکې نیو زیلینډ یو ځل بیا په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هم ماتې وخوړه دا سیالۍ چې د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه پیل شوي تېره شپه یې دویمه سیالۍ ترسره شوه په سیالۍ کې پچه هند وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه .

هند په ټاکلو پنځوس اورونو کې نیوزیلیند هېواد ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۲۵ سترو منډو هدف وټاکه په توپ وهنه کې د هند لپاره روهیت شرما ۸۷ او شېکر داوند بیا ۶۶ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې ټرېنټ بولټ دوه لوبغاړي همداراز لوکي فرګوسن هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

نیوزیلینډ د ټاکل شوي ۳۲۵ منډو هدف په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۴ منډې په څلویښت اورونو کې جوړې ود نیوزیلینډ لپاره په توپ وهنه کې بریسویل ۵۷ مارټېن ګپټېل ۱۵ او کین ویلیمسن بیا ۲۰ منډې جوړې کړې .،

د هند لپاره په توپ اچونه کې کولديپ یادا ۴ لوبغاړي بونیشور کمار ۲ لوبغاړي او چهال هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.
یاده سیالي هند لوبډلې په ۹۰ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما اعلان شو .

د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه پنځوس اوریزه سیالۍ راتلونکې دوشنبه د جنورۍ پر ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

Loading...