fbpx

د ښځینه وو بېګ باش لیګ د بریسبین هېټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د اسټرالیا هېواد ښځینه وو بېګ باش لیګ اتلولي بریسبین هېټ لوبډلې وګټله هر کال د ښځینه و او نارینه و بېګ باش لیګ په اسټرالیا کې ترسره کېږي چې د نار ینه و لیګ یې لا روان دی خو د ښځینه و لیګ یې نن پای ته ورسېد .

په بېګ باش غوره لیګ کې ټولې اته لوبدلې ولوبېدلې چې له ډلې بریسبین هېټ لوبډله او سېډني سیکسرز لوبډله د یاد غوره لیګ پای لوبې ته لار پیداکړه په پای لوبه کې سېډني سیکسرز لوبدلې پچه وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه سېډني سېکسرز لوبدلې په ټاکلو شل اورونو کې بریسبین هېت لوبدلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۲ مندو هدف وټاکه .

سېدني سېکسرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې الېس پیري ۳۳ منډې اوون نېکرېک ۳۲ منډې ترسره کړې . په مقابل کې د بریسبین هېټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کراس هاریرس ۳ لوبغاړي همدارنګه کیمونیسي هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ .

بریسبین هېت لوبډلې ټاکل شوی د ۱۳۲ منډو هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او د بېګ باش لیګ اتلولي په خپل نوم کړه .

د هېټ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بېټ موني ۶۵ او شارټ بیا ۲۹ مندې جوړې کړې . د سېکسرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې یورنس بورن دوه لوبغاړي
همداراز نېکرېک هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

د سیالۍ غوره لوبغاړی د هېټ لوبدلې توپ وهونکی بیټ موني ونومول شو او د ټول بېګ باش غوره توپ وهونکې الیس پیري ونومول شو دې لوبغاړې ټولې ۷۷۷ منډې جوړې کړې وې .