fbpx

شنونکي: پاکستانی حکومت نور پښتانه نه شي غولولی

په پښتونخوا کې د چارو شنونکي او خلک وایي، د ټیکنالوجۍ زمانه کې پاکستانی پوځ لا هم ځوانان په تېره بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبرو تېر باسي چې دا د حل لاره نه ده او لا به ورته ستونزې ډېرې کړي، نو غوره دا ده چې د پښتنو غوښتنو ته ځواب ووايي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې په تېرو څو مياشتو کې د پښتونخوا په پوځي مرکزونو يا د پوځ د لوړپوړو چارواکو په دفترونو کې د پوهنتونونو زدکوونکي او ښوونکي داسې غونډو ته بلل شوي، چې پکې د دې غورځنګ هڅې منفي بلل کيږي.

 یادو جلسو ته ورغلي کسان او د چارو شنونکي وایي چې پاکستان نور په دې ډول غونډو پښتانه د خپلو حقونو له غوښتلو نه شي راګرځولی، نو غوره ده د دې ډول پارونکو اقداماتو پر ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو ته ځواب ووایي.

پښتون ژغورنې غورځنګ اوس د ډيری پښتنو اواز جوړ شوی. په بلوچستان او د پښتونخوا په مختلفو سيمو لکه پيښور، سوات او په قبايلي ولسواليو کې یې درنو جلسو وښوده چې پښتانه نور زياتی نه زغمي او خپل حق غواړي