fbpx

د امام الحق سلیزې پاکستانۍ لوبډله له ماتې بچ نکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ په دریمه لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډلې ماتې ومنله د جنوبي افریقا او پاکستان ترمنځ لومړۍ سیالۍ پاکستان او دویمه افریقا ګټلې وه او دریمه سیالي یې تېره شپه په جنوبي افریقا کې ترسره شوه .

په دې سیالۍ کې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړه پاکستان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۱۸ منډو هدف جنوبي افریقا ته وټاکه .

په توپ وهنه کې د پاکستان لپاره امام الحق ۱۰۱ منډې جوړې کړې همداراز بابر اعظم ۶۶ او محمد حفیض ۵۲ تر نورو ډېرې جوړې کړې .د افریقا لپاره په توپ اچونه کې ډیل سټین دوه لوبغاړي او رباډا هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ .

په دویمه پاڼۍ کې په لوبغالي کې اورښت پیل شو چې افریقا په ۳۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۳ مندې جوړې کړې وې چې د ډي ایل میتود له مخې هدف د ۱۷۵ منډوږ په ۳۳ اورونو کې ټاکل شوی و خو افریقا په ډېرو منډو کولو سره بری ترلاسه کړ.

په توپ وهنه کې د جنوبي افریقا لپاره هېنډرېکس ۸۳ ،ډوپلیسي ۴۰ منډې همدارنګه ډیکوک ۳۳ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې حسن علي یو لوبغاړی وسوځوه او نورو لوبغاړو کومه ویکټ ترلاسه نکړه .

د یادې لوبې غوره لوبغاړی هېنډرېکس ونومول شو د پاکستان او افریقا ترمنځ به د لوبلړۍ څلورمه یو ورځنۍ لوبه به سبا ورځ د جنورۍ په ۲۷مه نېټه ترسره شي