fbpx

پر ويکيپيډيا ٣٥ زره مقالې ليکونکى او ٣ ميليونه ايډيټوونکى ليکوال

د امريکا يوه اوسېدونکي پر ويکيپيډيا وېبپاڼه باندې په رضاکار ډول ٣٥ زره مقالې ليکلي او همدا راز تر ٣ ميليونه زياتې مقالې يې ايډيټ کړي دي.

د ويکيپيډيا په نوم وېبپاڼه خو به مو حتمي ليدلي وي، چې د نړۍ د هر څه په اړه پکې معلومات شته او خلک پکې په رضاکار ډول مقالې خپروي او همدا راز پخوانۍ مقالې پکې ايډيټ کوي. ويکيپيډيا نن سبا په نړۍ کې تر ټولو زيات مواد (ليکنې) لرونکې وېبپاڼه ده او همدا راز د نړۍ په ډېر شمېر ژبو کې هم کار کوي.

په دې وېبپاڼه باندې تر دې مهاله پورې په انګليسي ژبه کې ٦ ميليونه ليکنې يا مقالې ليکل شوي او خپرې شوې دي. په دې کې بيا زيات شمېر مقالې د سټيون پرويټ په لاس ايډيټ شوي او خپرې شوي دي او همدا راز سټيون تر دې مهاله پورې ٣٥ زره مقالې ليکلي هم دي.

د ويکيپيډيا د مقالو د ليکنو په برخه کې سټيون ډېر لوى کردار ترسره کړى دى او ډېر په تېزۍ سره يې د ويکيپيډيا ليکنې زياتې کړي دي، چې د ده د همدې خدمت په بدل کې نوموتې مجلې (ټايم) هغه د انټرنېټ په نوموتو کسانو کې هم شمېرلى دى.

کله چې نوموړي پر ويکيپيډيا رضاکارانه کار پيل کړ، نو د هغه مور و پلار هم ورته لېونى وويل، ځکه چې د دې کار په بدل کې هغه ته يو ډالر هم نه ورکول کېده، خو هغه بيا هم په رضاکار توګه شپه او ورځ د ليکنو په ليکلو او ايډيټ کولو کار وکړ او په ويکيپيډيا کې يې لويه برخه کار وکړ.

کله چې (ټايم) مجلې د سټيون نوم د جى کى رولنګ، ولسمشر ډونلډ ټرمپ، کم کرداشيين په ګډون د انټرنېټ نوموتو شخصيتونو په لېسټ کې شامل کړ، نو د هغه مور و پلار هم حېران پاتې شو.

سټيون وايي چې هغه د ويړيا زده کړو او ويړيا معلوماتو لپاره کار کوي او په همدې لړ کې هره ورځ کتابونه، مجلې او نور شيان ګوري او درې ساعته وخت د ليکنو په ايډيټ کولو او ليکلو باندې بوخت وي. هغه د امريکا په کسټمز اېنډ بارډر پروټيکشن اداره کې دنده هم ترسره کوي.

ويکيپيډيا ته په هره ثانيه کې ٦ زره کسان راځي او دلته معلومات ترلاسه کوي، که هر څوک په هره برخه کې معلومات وغواړي او په هره ژبه کې يې وغواړي، په ويکيپيډيا کې يې پېدا کولاى شي، د ويکيپيډيا په رضاکارانو کې تر ټولو لوى نوم د سټيون پرويټ دى.