fbpx

عمران خان: د تورخم لاره به ٢٤ ساعته پرانيستې وي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي، چې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې ښې کړي او په دې لړ کې يې امر کړى دى، چې د تورخم لاره دې ٢٤ ساعته پرانيستې وي.

نوموړي په ټويټر باندې په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي، چې په راروانو ٦ مياشتو کې دې د تورخم لاره ٢٤ ساعته پرانيستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان د سياسي اړيکو د خرابېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګري صفر ته راکوزه شوې ده. که دې چارې يوې خواته پاکستاني سوداګرو ته لوى زيان اړولى، نو بلخوا يې پاکستان سره نږدې ولايتونو کې هم ځينو سوداګرو ته تاوان اړولى و.

د پاکستان ډان ورځپاڼې څه موده مخکې راپور ورکړى و، چې د پاکستان او افغانستان د سياسي اړيکو د خرابېدو له امله په پنجاب او نورو ايالتونو کې بې شمېره شرکتونه بند شوي دي. همدا راز څه موده مخکې چې د تورخم دروازه تړلې وه، نو له تورخم هغه غاړې خلکو احتجاجونه کړي و او د لارې د خلاصولو غوښتنه يې کوله.

د عمران خان د حکومت له راتلو سره سم عمران خان که يوې خواته له هند سره د خبرو کولو هڅه کوي، نو بلخوا يې په رسنيو کې د افغانستان سره د ښو اړيکو جوړولو په اړه هم څو څو ځل خبرې کړي دي، خو سياسي شنونکي وايي، چې اصلاً د پاکستان حکومت د پوځ په ولکه کې دى او تر څو چې پوځ دوه مخې پالېسي نه وي پرېښي، تر هغې د پاکستاني سياسيونو او حکومت خبرې له دوه مخيتوب نه کمې نه دي.

په وروستيو کې افغانانو ته د وېزې په ورکړه کې هم ډېرې ستونزې راولاړې شوې، چې د پاکستان وېزو په ترلاسه کولو کې که يوې خواته وخت ډېر لګي، نو بلخوا پکې رشوت هم بېخي زيات شوى دى، خو اوس په کابل کې د پاکستان سفير وايي، چې په وېزه کې به نورې اسانتياوې هم رامنځ ته کړي.

همدا راز له پاکستانه نوى او تازه خبر دا دى، چې د پاکستان لومړى وزير وايي چې د تورخم دروازه دې څلور ويشت ساعته پرانيستې وي او دا هڅه د دې لپاره کوي، چې له افغانستان سره خپلې اړيکې او سوداګري پراخه کړي.

پاکستان تر څو په خپلو خبرو ولاړ پاتې کېږي، دا خو به وخت ثابته کړي، خو که چېرته د پاکستان سره د افغانستان اړيکې پراخې شي او د لارو ستونزې راکمې شي، نو هيله کېداى شي چې د پاکستان او افغانستان سوداګري به يو ځل بيا زياته شي.