fbpx

آیرلینډ د افغانستان خلاف درې غبرګې لوبډلې اعلان کړې

افغانستان او آیرلینډ په ( ۹) سیالیو کې د یو بل سره په هند کې د فبرورۍ میاشتې پر (۲۱) مه نېټه مخ کېږي. د یادو سیالیو لپاره نن آیرلینډ کرکټ بورډ د دریو فارمټونو لپاره غبرګې لوبډلې اعلان کړې، خو افغان (۴۴) کسیزه لوبډله لاهم د هند په بنګلور ښار کې په تمریناتي کمپ بوخته ده.

افغانستان د آیرلینډ خلاف درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالي په دې سفر کې لري.

په دې لوبلړیو کې لومړی درې شل اوریزې سیالۍ پیلیږي چې لومړۍ شل اوریزه سیالي به د فبرورۍ میاشتې پر (۲۱)مه نېټه، دویمه سیالي به د فبروۍ پر( ۲۳) مه او دریمه به د فبروۍ پر(۲۴) مه نېټه ترسره شي.

د همدې شل اوریزو سیالیو لپاره د آیرلینډ کرکټ بورډ دا لوبډله اعلان کړې:

لوبډلمشر پاول سټرلينګ، انډريو بلبراني، پيټر چيس، جورج ډکرل، شان جيټکاټ، جوش ليټل، انډريو مکبراين، کيون اوبراين، سټوارټ پوينټر، بوايډ رنکين، جيمز شانون، سيمي سينګ، هري ټکټر، سټوارټ ټمپسن، لورکن ټک شامل دي.

په دې سفر کې به د یو ورځنیو سیالیو سیریز د پیل لوبه د فبروۍ پر(۲۸)مه نېټه، دویمه لوبه به د مارچ (۲) مه نېټه، دریمه یو ورځنۍ لوبه به د مارچ پر (۵) مه نېټه، څلورمه سیالي به د مارچ پر (۸) او پنځمه وروستۍ لوبه به د مارچ پر( ۱۰) مه نېټه ترسره شي.آيرلېنډ

د یو ورځنیو سیالیو لپاره د آیرلینډ سکواډ په دې ډول دی:

لوبډلمشر ويليم پورټر فيلډ، انډريو بلبراني، جيمز کامرون، جورج ډکرل، پيټر چيس، انډريو مکبراين، باري مکارټي، جيمز مکولم، ټایم مورټاګ، کيون اوبراين، سټوارټ پوينټر، بويډ رنکين، سيمي سينګ، پاول سټرلينګ او لورکان ټاکور شامل دی.

افغانستان به خپله دویمه تاریخي ټېسټ لوبه هم په همدې سیریز کې د آیرلینډ خلاف ترسره کړي. د دې لوبو وروستۍ ټېسټ سیالي به د مارچ پر (۱۵) مه نېټه پیل شي او تر( ۱۹) مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د ټېسټ سیالۍ لپاره د آیرلینډ سکواډ په دې ډول غوره شوی دی:

لوبډلمشر ويلیم پورټر فيلډ، انډريو بلبيرن، جيمز کامرون، جورج ډکرل، پيټر چيس، انډريو مکبراين، باري مکارټي، جيمز مکولم، ټيم مورټاګ، کيون اوبراين، سټوارټ پوينټر، بويډ رنکين، سيمي سينګ، پاول سټرلينګ، سټوارټ ټامپسن او لورکان ټاکور شامل دى.

په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره پاول سټرلېنګ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ګیري وېلسن پر ځای د آیرلینډ لوبډلمشري پر غاړه لري. همداراز همدا لوبغاړي به د عمان په کوربه توب هم په څلور اړخیزه سیریز کې د پاول سټرلېنګ په لوبډلمشرۍ کې سیالۍ ترسره کړي.آيرلېنډ

وېلسن یوازینی لوبغاړی و چې د سترګو د ناروغیو له کبله په دې ټولو ۹ سیالیو کې د افغانستان خلاف نه لوبېږي، ځکه هغه د سترګو په ناروغۍ اخته دى.

د یادونې ده شل اوریزې سیالۍ به د افغانستان پر وخت ماښام شپږ ۶ بجې، همداراز یو ورځنۍ سیالۍ به د ورځې پر  ۲ دوه بجو او وروستۍ ټېسټ سیالی به د سهار پر ۹ بجو پیل شي.