fbpx

د روسيې ځانګړی استازی پاکستان ته تللی

راپورونه وايي، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
کابلوف اسلام آباد ته رسېدلی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
پاکستاني چارواکو ویلي روسیه د افغان سولې په برخه کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه لري، نو له همدې امله کابلو پاکستان ته ورغلی او غواړي له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
دوی وايي کابلو د افغانستانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي او وايي، باید د سولې خبرو ته زمینه برابره شي تر چې د افغانستان د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
کابلوف پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې.