fbpx

افغانستان کې د پاکستاني توکو بازار سوړ شوی دی

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کچه تر نیمایي هم ډېره راټيټه شوې ده او په افغانستان کې د پاکستان د سوداګرۍ مارکيټ نورو هېوادونو نيولی دی.

په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا وایي چې په افغانستان کې د پاکستان د سوداګریزو توکو بازار د هند، چین او ایران مالونو نیولی دی.

 هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر خرابېدو وروسته د پاکستاني توکو بازار هم په افغانستان کې سوړ شوی دی او اوس خلک د پاکستاني توکو پر ځای د نورو هېوادونو توکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن پر خپل ټویټر لیکلي وو چې د تورخم دروازه باید ۲۴ساعته خلاصه وي.