fbpx

ټرمپ به افغانستان کې سوله ته په تمه نه شي 

واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپله یوه مقاله کې د افغانستان د جګړې په اړه وايي ټرمپ ته مهمه نه ده، چې د سولې خبرې پایلې ته رسېږي کنه، خو هغه به خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

یادې نشریې په دغه مقاله کې زیاته کړې، چې امریکا هر کال د میلیاردونو ډالرو په لګولو په دې بریالۍ نه شوه، چې دغه جګړه کابو کړي او په افغانستان کې یو پياوړی پوځ جوړ کړي.

د مطلب لیکوال يټنګار کړی، چې«د امریکایانو میلیاردونه ډالر په افغانستان کې ولګېدل خو نه ترهګري ختمه شوه او نه هم له فساد پاک افغان پوځ جوړ شو.»

په دغه مطب کې ویل شوي، له همدې امله د ټرمپ حکومت په امریکا کې تر سخت فشار لاندې دی چې په افغانستان کې دې بېځایه لګښتونه او بې ګټې نظامي حضور پای ته ورسوي.

واشنګټن ایکزماینر لیکي ټرمپ به دې ته په تمه نه شي چې د سولې خبرې پایلې ته رسېږي کنه، بلکې هغه به د سرتېرو په ایستلو ټینګار وکړي د خپلو پوځيانو د وتلو پر لارو چارو به فکر وکړي.