fbpx

کېري د ټرمپ پر بهرني سیاست سخته نیوکه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر جان کېري د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست سخته نیوکه کړې
جان کېږي ټینګار کړی،  چې د دغه ولسمشر له خوا د دیپلوماستې په مکمله توګه نالیدلې نیول به موږ په نړۍ کې وشرموي.
کېري دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې پر استخباراتي ادارو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د امریکا استخبارات ناپوه دي.
ټرمپ دغه ټوېټ وروسته له هغې وکړ، چې د امریکا د ملي استخباراتو چارواکو سنا ته و ویل، چې ایران امریکا ته لوی ګواښ نه دی.
نوموړي ویلي د دې هېواد استخباراتي ادارې ډېرې ناپوهه دي او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا د استخبارتو کسان باید له سره ښوونځي ته ولاړ شي.
د ټرمپ له دې ټوېټ وروسته جان کېري لیکلي ټرمپ موږ په نړۍ کې شرموي، او زموږ د دیموکراسۍ بنسټ له منځه وړي، ما د امریکا په دولت کې د ټرمپ په شان خطرناک ولسمشر نه دی لیدلی، هېڅ وخت ما نه دي لیدلي، چې د امریکا ولسمشر دې د ټوېټ له لارې ملي امنیت وګواښي.
کېري د دیموکرات ګوند پلویان دې ته رابللي، چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتوالی ونیسي.