fbpx

کندوز کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

ځانګړو ځواکونو یې کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر څو پټنځایونو عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د ملي امنیت لوی ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې د درې سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو د وسلو درې زېرمې هم له منځه وړل شوې او د نیکپي ها، کلېنیک، سید رمضان، آب ګرمک او جنګ باشي سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.