fbpx

اسدالله خالد او جنرال سکاټ مېلر کندهار ته تللي

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد او د ایساف ځواکونو د قتطع ماموریت قوماندان جنرال سکات مېلر کندهار ته سفر وکړ  .

هغه له یوې امنیتي ناستي وروسته د افغانستان د ملي یووالي، خپلواکۍ او د  سولې د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق مزار ته ولاړل او هغه ته یې دعاوې وکړې.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد د جنرال سکاټ مېلر سره یو ځای په کندهار کې د سفر پر مهال د محلي چارواکو سره پر امنیتي چارو خبرې کړي او په کندهار کې د وروستیو نا امنیو عواملو د مخنیوي په تړاو یې د یو بل سره نظرونه تبادله کړي.

اسدالله خالد په دې وروستیو کې د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی چې په وروستیو کې یې د ډېرو امنیتي پېښو مخنیوی کړی.

د یادونې وړ ده اسد الله خالد څو ورځې وړاندې د هېوا  ختیځ ولایت کونړ ته هم سفر درلود چې د کونړ په ډېرو امنیتي ستونزو باندې د چارواکو او ملکیانو سره وغږېد او د امن ډاډ یې ورکړ .