fbpx

قیس احمد بېګ باش لیګ ته لاره پیدا کړه

د اسټرالیا اتم پړاو بېګ باش غوره لیګ سیالیو ته د مجیب الرحمان ، راشد خان او محمد نبي وروسته نن څلورم افغان لوبغاړي قیس احمد هم لار پیدا کړه نوموړی نن د هوبرټ هوریکنز لوبډلې له لورې غوره شو.

داچې  بېګ باش لیګ نږدې له یوې میاشتې راهیڅې پیل شوی دی او هرې لوبډلې تر لسو کمې او زیاتې سیالۍ هم ترسره کړي خو د هوبرټ لوبډلې د ټپي شوي لوبغاړي ټایم مېلز پر ځای نن افغان لېګ سپېنر قیس احمد سره هم د پاتو سیالیو تړون لاسلیک کړ.

د قیس احمد لوبډلې منېجر جیمي کوکس د قیس احمد  په تړاو ویلی ډېر خوښ یم چې د افغان توپ اچونکي قیس سره مې د پاتې لوبو تړون وکړ هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلی مونږ یو بهترین ټیم لرو د قیس راتګ به لوبډلې ته قوت ورکړي زه ډاډه یم چې دا ځل به پای لوبه کې لوبېږو.

 قیس احمد له دې وړاندې د ویسټ انډیز غوره لیګ ترڅنګ په افغان پریمیر لیګ، د عربو لس اوریزه لیګ او د بنګله دېش په غوره لیګ کې همدا مهال په سیالیو بوخت دی .

قیس احمد د کرېکټ په ډګر کې ډېر ژر د شهرت خاوند شو نوموړی لا له وړاندې د افغان نولس کلنې لوبډلې غړی و چې د ښه ځلېدلو وروسته یې بهرنیو لیګونو ته لار پیدا کړه.

قیس احمد هم پر خپله فسبوک پاڼه خوښي څرګنده کړې او د لا بریاو هیله یې څرګنده کړې نوموړي د هوبرټ د لوبډلې څخه مننه ترسره کړې چې په یاد ستر  لیګ کې د لوبېدلو چانس ورکړ.

د یادونې وړ ده د قیس احمد اړوند لوبډله هوبرټ هوریکنز اوسمهال په روانو بیګ باش سیالیو کې لومړی مقام له ځان سره لري.