fbpx

برېتانیا پر بین الاافغاني مذاکراتو ټینګار کړی

امریکايي او برېنانوي چارواکو پر افغان سوله د خبرو تر څنګ د دغه خبرو پر بین الاافغاني کېدو باندې ټينګار کړی دی.

پر افغان سوله د امریکا د  ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار تر منځ خبرې شوې دي.

دوی په لندن کې د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ په غونډه کې تر ګډون وروسته یې په یوه ناسته کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

زلمی خلیلزاد وايي، د تماس نړیوال ګروپ په غونډه کې د افغانستان سوله، امنیت، ټاکنې پر اقتصادي پرمختګونو بحثونه او خبرې وشوې.

نوموړي په دې غونډه کې تر ګډون وورسته په ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره هیله مند دی.

هغه په دې ټوېټ کې ویلي، چې تر یادې غونډې ورووسته یې د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیډویل سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

خلیلزاد وايي، سیډول د افغان سولې په تړاو له روانو هڅو ملاتړ وکړ او دواړو لوریو پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ.