fbpx

پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړى په شهادت ورساوه

ډېر د غم او بد خبر دا دى چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړى ارمان لوڼي د پاکستان پوليسو او استخباراتو ډېر په بې دردۍ سره وواژه، چې د ډېرو ټپونو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په وينا، نوموړى له خپلو ملګرو سره کور ته روان و، و چې پوليسو او استخباراتي مامورينو يې موټر ودراوه او د هغه په وهلو يې پيل وکړ. د منظور پښتين په وينا، هغه يې په ټوپکونو دومره وهلى و، چې د ډېرو ټپونو له امله يې ژوند له لاسه ورکړ.

ارواښاد ارمان لوڼي د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړى و، د پښتون ژغورنې غورځنګ په هره غونډه کې به ډېر فعال و او همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټې ممبر هم و.

د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې وه، چې دواړه ډېر زيات فعال ول او هر ځاى کې چې به د پښتنو د حق لپاره غږ پورته کېده، نو دوى به يې په سر کې ولاړ ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپل ټويټر دا خبر پوسټ کړى دى او همدا راز يې ليکلي دي، چې اوس هم په لورالايي کې احتجاج روان دى. همدا راز نن ٩ بجې به په پېښور سپين جومات کې هم احتجاج کېږي.

د ارمان لوڼي د شهادت سره سم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان سړکونو ته راوتلي دي، د ارمان لوڼي جنازه هم اوسمهال د احتجاج ځاى ته وړل کېږي او د پاکستان پوځ او استخباراتو پر ضد پښتانه سخت شعارونه ورکوي.