fbpx

شهيد ارمان لوڼي څه ويل؟

د پاکستان ترهګرو پوليسو او استخباراتو نن ماښام د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړى ارمان لوڼي په داسې مهال په شهادت ورساوه، چې هغه د لورالايي احتجاج ته له خپلو ملګرو سره روان و. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په وينا، هغه پوليسو او استخباراتو د ټوپکونو په کونداغونو وهلى و، چې د ډېرو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

ارواښاد ارمان لوڼي د خپل شهادت نه دوه ساعته مخکې هم په خپل فېسبوک باندې د لورالايي احتجاج ويډيو شئير کړې ده، خو دلته يوازې هغه پوسټونه رااخلو، کوم چې ارواښاد ارمان لوڼي له خپل فېسبوک څخه خپاره کړي دي.

څلور ساعته مخکې ارواښاد ارمان لوڼي په خپل فېسبوک باندې د سبانۍ غونډې خبرتيا خپره کړې ده.

دا هم ولولئ: پاکستاني پوليسو ارمان لوڼي شهيد کړ

د ارمان لوڼي پروفايل
د ارواښاد ارمان لوڼي د فېسبوک اکاونټ عکس

((د بوري د واقعې په خلاف او د کوټي پر امنه مظاهره باندي تشدد او د اغوانما ګرفتارئ په خلاف سبا د اتوار په ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ پښین لخوا په پښین کي یوه لویه مظاهره کیږي.

د پښین له ټول اولسه د ګډون هیله کوو.

و خت: 11 بجې

ځای: بائي پاس پارک))

د نورو ډېرو پوسټونو او د نورو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د پوسټونو شريکولو تر څنګ ارواښاد ارمان لوڼي په خپلو نورو پوسټونو کې يو پوسټ د جنوري په ٣١مه نېټه د بوري د احتجاج په اړه هم کړى و.

((د بوري (لورالائي) د جلسې قرار داد

دا جلسه عام په کلکه غوښتنه کوي چي د بوري د پېښي په حق کي پر روانه مظاهره د ریاستي غونډګردانو لخوا شیلنګ او د ۵ کسانو اغوا نما ګرفتاري په کلکه غندنه کوي او دا غوښتړه کوي چي دا اغوا کړل سوي ملګري دي ژر تر ژره راخلاس ګړل سي.))

په خپل بل يو پوسټ کې، چې د جنوري په ٣١مه نېټه يې کړى دى، هم د کوټې د بوري پېښې په اړه يې پکې ليکلي دي، هغه دا هم وايي چې يوې خواته مو رياست وژني او بل خواته مو ژړا ته هم نه پرېږدي.

((عجبه خبره خو دا ده چي یوې خوا ته مو مړه کړي بیا که چیري موږ پر هغه د ژړا د پاره ریاست ته ژړا کوو هم نو د ریاست غونډه ادارې مو ژړا ته هم نه پرېژدي.ارمان لوڼي ٢

د کوټي د بوري پر پېښه را غوښتل سوې مظاهره باندي د ایف سي لخوا ناروا شیلنګ وسو او ملګري یې اغوا کړل.

ملګري دي راخلاس کړي کني بده پایله به یې وي.))

شهيد لوڼي د جنوري په ٢٩مه نېټه کې په خپل فېسبوک باندې په يو پوسټ کې د بوري په اړه ليکلي دي، چې د بوري په پېښه کې چې رياست يې سرپرستي کوي، ١١ کسه وژل شوي او ٥٠ ټپيان دي.

((د جنوبي پښتونخوا د بوري په تازه پیښه کي چي ریاست یې په ښکاره سرفرستي کوي، ۱۱ کسه وژل سوي او ۵۰ ټپیان دي او جنګ لا دوام لري ….

دغه رنګه بېګا د سنځاوى پر ایف سي سکول حمله شوې ده

چې موږ يه د جنوبي پښتونخوا د هغه جنګ کړۍ ګڼو د کوم جنګ خبر چې مشر په اختر کې کړې وه.

او د دئ جنګ به پوره پوره مخ نیوی کوو کني ټوله جنوبي پښتونخوا به اوور واخلي.))ارمان لوڼي ١

ارواښاد ارمان لوڼي د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښو او فعالو غړيو کې يو و، هغه همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټې ممبر هم و او د خپلې مبارزې خور وړانګه لوڼۍ تر څنګ به يې د پښتون ژغورنې غورځنګ هرې غونډې ته ځان رساوه. که به غونډه په سوات کې وه، که لاهور، کراچۍ او يا هم پېښور، خو دوى دواړو به هر ځاى ځان رسولى و او د پښتو او پښتنو د حق غوښتنې لپاره به يې خپله مبارزه کوله.