fbpx

زما لېونى ارمانه!

ستا ګناه دا وه چې پښتنو ته دې ژوندون غوښت او خپل ژوند دې له لاسه ورکړ.

لږ ساعت وړاندې د فېسبوک له لارې خبر شوم چې ارمان لوڼى يې قتل کړ. زړه ته مې نه لوېږي، چې ارمان لوڼى دې څوک قتل کولاى شي، ځکه چې ارمان لوڼي ټول پښتون ته ژوندون غوښت.

ارمان لوڼى چې اصلي نوم يې محمد ابراهيم و، د سنځاوۍ اوسېدونکى او په قبيله لوڼى و او ارمان يې تخلص و. دې لېوني پښتو ادبيات لوستي و، څو کاله کېږي چې د پښتو لېکچرر په توګه يې وظيفه اجرا کوله.

دا هم ولولئ:

پاکستان ارمان لوڼى شهيد کړ

شهيد ارمان لوڼي څه ويل؟

د زده کړو په دوران کې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزېشن تکړه ملګرى و. د ليکچررۍ تر وظيفې وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ملګرى و. يو کال کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لومړني کتار مبارز و، نه يوازې خپله مېدان ته راوتلى و، بلکې دې ډګر کې لېوني جانان خپله خورکۍ وړانګه لوڼۍ هم د ننګ ډګر ته راايستلې وه. خور او ورور په ګډه پښتنو ته ژوندون غوښته، خو نن د دې ناځوانه رياست له لاسه يې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د ننګ مېدان يې پرې نه ښود.ارمان لوڼي ٢

زموږ د پښتنو دې لېوني له ماسره په پوسټ ګريجويټ کالج سرياب روډ کوټه کې د پښتو ليکچرر په توګه وظيفه اجرا کوله. د پښتون ژغورنې غورځنګ د منډو ترنډو په سلسله کې يې څو ځله معاش هم بند شوى و، چې بيا به ملګرو ورله راخلاص کړ.

ياده دې وي چې زموږ دې اتل د ادب په ډګر کې هم فعال رول لاره، د پښتانه مترقي ليکوال فعال مشر و. زموږ دې لېوني جانان پښتنو ته ژوندون غوښت، دا يې ګناه وه، د همدې ګناه په تور يې قتل کړو.

ليکوال : ډاکټر صادق ژړک