fbpx

ارمان لوڼي: ورځ به راشي بيا به ګورو پاکستانه منافقه

شهيده! خور دې په ګولو سوري ټټر نه قربان

چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان

خدايه! سپرلی کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

د خويندو ميندو لوپټې سره نشانونه شي بيا (اجمل خټک)

د پښتون ژغورنې غورځنګ د لومړي کتار تکړه او مبارز غړى پروفېسر ارمان لوڼي نن په لورالايي کې په داسې مهال پاکستاني پوليسو د ټوپکو په کونداغونو په وهلو په شهادت ورساوه، چې په همدغه ښار کې يې د پوليسو سره د شوې ناروا پر ضد په احتجاجي غونډه کې ګډون کاوه.

ارمان لوڼى چې اصلي نوم يې محمد ابراهيم و، د سنځاوۍ اوسېدونکى و او په پښتون ژغورنې غورځنګ کې دومره زيات فعال و، چې نه يوازې د ننګ مېدان ته پخپله راوتى و، بلکې خپله خور وړانګه لوڼۍ يې هم له ځان سره د ننګ مېدان ته راوستې وه او چرته چې به هم د پښتنو د حق غوښتنې خبره وه، دواړه ورور او خور به ورته ځان رسولى و.ارمان لوڼي ٥

که د مشال خان د شهادت ورځ وه نو هم ارمان لوڼي ورته ځان رارسولى و، که په پېښور، سوات، لاهور او کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې وې، نو هم دواړه خور او ورور ورته رارسېدلي و او د يادو جلسو د بريالي کولو لپاره يې خپلې ټولې هڅې ترسره کړې وې، د پاکستان ظالمو پوليسو له وړانګې لوڼۍ څخه د هغه ورور وتروړه.

دا هم ولولئ:

پاکستان مخکښ مبارز ارمان لوڼي په شهادت ورساوه

شهيد ارمان لوڼي څه ويل؟

زما لېونى ارمانه!

ارواښاد پروفېسر ارمان لوڼى په پوسټ ګريجويټ کالج سرياب روډ کوټه کې لېکچرر و، د دې تر څنګ چې يو تکړه او فعال مبارز و، هغه شاعر او ليکوال هم و او په شاعرۍ او ليکنو کې يې هم د همدې مظلوم قوم غمونه څرګند کړي دي.

په خپل يوه غزل کې هغه د پښتنو سره د روانو ظلمونو په اړه تراخه حقيقتونه ليکلي دي او نه يوازې دا چې د نورې نړۍ مسلمانانو ته يې پېغور ورکړى دى، چې ولې له پښتنو سره په روان ظلم غلي دي، بلکې نړيوالو ته يې هم ويلي دي، چې ستاسې په رويو کې فرق دى. په همدغه غزل کې په يوه شعر کې پاکستان مخاطبوي او ورته وايي چې ته د ځوانانو قاتل يې او وخت به راشي نو بيا به له تاسره وګورو.ارمان لوڼي ٦

د ارواښاد پروفېسر ارمان لوڼي غزل:

نه يې وينې که په قصد کوې شيطانه منافقه

زه مړکېږمه ته چپ يې مسلمانه منافقه

زه انسان يمه که ستا په بشري حقوق کې فرق دی

بل انسان ګڼې ما نه ګڼې انسانه منافقه

د ځوانانو اتلانو د ښارونو قاتل ته یې

ورځ به راشي بيا به ګورو پاکستانه منافقه

موږ خو ټول ستا له کانګرس سره ملګري وو په ډاګه

بيا دې چاته حواله کړو هندوستانه منافقه

ستا چې خوښه وه تا دود لوسته دراوۍ به دې کوله

يا وېرېږې يا بدل شولې ارمانه منافقه

د ارواښاد ارمان لوڼي له پورته غزل څخه په څرګنده معلومېږي، چې هغه له ډېر پخوا راهيسې د پښتنو سره د شوو ظلمونو په وړاندې لکه غر ولاړ و او نه يوازې دا چې په خپله شاعرۍ کې يې د دې هر څه يادونه کوله، بلکې د دې تر څنګ يې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چتر لاندې هم د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه روانه ساتلې وه. بيا کله چې يو کال مخکې د منظور پښتين په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو، نو ارواښاد لوڼي يې هم د لومړي کتار په مبارزينو کې وشمېرل شو.

د ارواښاد ارمان لوڼي له شهادت سره سم د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د پاکستان د امنيتي ادارو پر وړاندې سخت احتجاجونه پيل شوي دي، خو منظور پښتين او علي وزير له پښتنو څخه غوښتنه کړې ده، چې تاوتريخوالي ته دې لاس نه اچوي، ځکه چې پاکستان نور سخت وارخطا شوى دى او هر څه چې يې کوي، له وارخطايۍ يې کوي او په دې چل سره غواړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي تاوتريخوالي ته وهڅوي او له منځه يې يوسي.ارمان لوڼي ١

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ويلي دي، چې د دوى تر ټولو لويه وسله عدم تشدد يا نه تاوتريخوالى دى او پاکستان چې هر څه کوي، د خپلې ويرې له لاسه يې کوي، د شهيد ارمان لوڼي وينه به رنګ راوړي او د يو لوى انقلاب او بدلون زېرى به راوړي.

ليکوال : بريالى زمرى