fbpx

 د ارمان په شهادت د وړانګې لوڼې مېړنی پیغام

وروسته له هغې چې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼي په لورلایې کې د پاکستاني پولیسو له لورې په ډېرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسېد په نتیجه کې په  ټوله کې پښتنو ډېر غبرګونونه وښودل او په هر ځای کې د عدالت چېغه پورته کېدله او د ارمان لوڼي په بې رحمه شهید کېدل پښتانه ډېر ودردول . 

خبریال ویپاڼې ته د شهید ارمان د مبارزې خور تازه ویډیو رارسېدلې چې په دې ویډیو کې د ارمان لوڼي  مبارزې خور وړانګې لوڼي له درده ډکې او د یو لوی پیغام لرونکې خبرې کړي  وړانګه د ویډیو  پیل له دې واخیست  نن یې ارمان راته شهید کړ خو د ارمان په شان په ډېرو ځونانو باندې له ۷۰ کالو راهیسې ظلمونه کېږي او دا ډول پېښې تر ډېره وخته پیل شوي او لا هم دوام لري.

مبارزه وړانګه د خبرو پر مهال وایې دامنم چې ارمان زما ورور دی  بلکې ستاسې د ټولو ورور او د دې  قوم بچی و،  هغې وویل دا خاوره زمونږ مور ده او ارمان د خپلې خاورې او پښتنو په سر خپل ژوند له لاسه ورکړ او له دې فاني دنیا څخه یې سترګې پټې کړې ، وړانګې ټولو پښتنو څخه وغوښتل  چې له دې وروسته د  تشدد لار  خپله نکړي د ارمان د شهادت  وروسته چې زمونږ مشرانو منظور پښتین څه ډول پرېکړه وکړه په هغې به عمل کوو او مخکې به خپله مبارزه جاري ساتو.

 وړانګه زیاتوي ارمان د پښتون قوم لپاره له ژونده تېر شو او مبارزه یې وکړه ، نوره یې له توانه پوره نه وه او ولاړ د ې مبارزې پېغلې د پښتنو پېغلو او ځوانانو وغوښتل چې د ورور له مرګه وروسته مونږ تر هر وخته لا هم نور کار وکړو  دې وویل مبارزه به مو جاري وي تر څو د پښتنو مرګونو بند کړو ظلمونه وحشتونه دا هرڅه له منځه یوسو او عدالت راولو.

 وړانګه وړاندې وایې مونږ به له دې وروسته نور هم منظم شو او یوه کلکله مظبوطه مبارزه به پیل کړو  خپل حقونه به وغواړو او نور قوم به له جبره وحشت څخه وژغورو نوموړې د ارمان په تړاو وویل د هغه دا لاره وه چې د پښتنو په سیمو کې امن او امنیت راولو  ټول پښتانه باید د ځوانیمرګ لار غوره کړود ویډیو په وروستیو کې وړانګه وایې زه د دې قوم لپاره له کوره بهر وتلې یم که په دې کې مې ژوند هم د وروو په شان له منځه ولاړ شي هېڅ پروا یې نلرم له ټولو پښتنو یې وغوښت چې په منظم ډول پاتې له یو بل سره همغږي شئ.

د یادولو ده وړانګه او شهید ارمام لوڼی هغه پښتنه پېغله او هغه پښتون ځوان و چې له ډېرې مودې راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پاتې شوي او له بل هر یو یې د پښتنو د حق غوښتنې به پراخو لاریونونو او غونډو کې ګډون کړی دی خو  نن یې مبارز ورور ارمان د پاکستاني حکومت له لورې په بې رحمۍ توګه شهید  شو خو ممکن د شهادت وروسته پښتانه په لویو لویو احتجاجونو لاس پورې کړي.