The news is by your side.

مریم غني: له پښو لوېدلې یم

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغانستان څخه تښتېدلی پخوانی ولسمشر اشرف غني په اماراتو کې خپل ژوند ته دوام ورکوي دده اولادونه چې په امريکا کې ژوند کوي د افغانستان په هکله د ويلو لپاره چندان څه نلري، تېره ورځ برتانوي رسنيو راپور ورکړ چې د اشرف غني زوی طارق غني دوی ته ويلي دي چې نه غواړي د افغانستان په هکله خبرې وکړي.

شننکوو د طارق غني دا خبره په دوه ډول تفسير کړه، یو ډول دا چې طارق غني ځکه د افغانستان د پېښې په هکله څه ويل نه غواړي چې پلار یې اشرف غني د شرم ډک کار کړی د واک سوله ايز انتقال یې يو نيم کال رد کړی او وروسته یې په ۷۲ کلنۍ د افغانستان څخه تېښته وکړه، نو طارق ددې ستر شرم په هکله هیځ خبره کول ونه غوښتل.

په بل تفسیر بيا طارق غني د افغانستان په هکله ويلو ته څه نلري، ځکه چې هغه په امريکا کې پيدا شوی دی او افغانستان ته هېڅ کله نه دی راغلی هلته د خپل ژوند په مصروفیتونو بوخت دی او افغانستان ورته کوم ارزښت نلري.

د طارق غني د بيان وروسته رسنیو د هغه د خور مريم غني تعقيب کړی دی او له هغه يې پوښتنه کړې ده چې د افغانستان د مسلې په هکله څه فکر کوي.

مريم غني په خپلو لومړيو څرګندونو کې ويلي دي چې په بشپړ ډول د پښو غورځېدلې ده، دې ويلي چې د پلار د تېښتې د مسلې په هکله تر شديدو نیوکو لاندې ده.

مريم غني چې اوس دوه څلوېښت کاله عمر لري د نیویارک په بروکلین کې ژوند کوي، دا وايي له هغه کسانو چې ورسره یې خواخوږي کړې ده مننه کوي، مريم غني د سرچینو یو لیست هم خپور کړی دی چې مرسته کوونکي کولی شي د هغه څخه په استفادې د افغانانو سره مرسته وکړي.

دې د‌ خپل انسټاګرام له حساب څخه ليکلي دي چې له هغه کسانو مننه کوي چې په دې وروستيو کې یې ورسره د همغږۍ ابراز کړی دی، ډېره ستړې يم هيله لرم چې تاسې هر یوه ته به ځواب درکړی شم.

وروسته له هغه چې د مريم غني پلار اشرف غني د افغانستان د کشالې د حل کولو لپاره صرف وخت وژنه وکړه او نيت يې درلود د خپلې ولسمشرۍ ټوله دوره پوره کړي په افغانستان کې جګړو زور واخيست، د جګړو د شدت په يولسو ورځو کې د افغانستان مطلق اکثریت ولایتونه په سوله ايز ډول طا لبانو ته تسليم شول او غني په وروستۍ ورځ د ۱۶۹ ميليونه امريکايي ډالرو سره د افغانستان څخه وتښتېده.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.