The news is by your side.

جمهوریت غوښتوونکي: د امریکايي سرتیرو ژر وتل ناممکنه دي

خبریال ویب پاڼه/ په داسې حال کې چې له افغانستانه باید د روانې میاشتي تر ۳۱ نېټې پوري چې یوازي ۵ ورځې  لا نورې شته باید ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي، خو اوس يې یو شمېر امریکایي سناتوران دا کار ناممکن بولي.

امریکا په وروستیو اقدام له افغانستانه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره ۶ زره امریکايي سرتیري افغانستان ته واستول چې اوس مهال په کابل هوايي ډګر کې دنده لري ترڅو زرګونه امریکایان، افغان همکاران یې او نور بهرنیان په خوندي ډول سره له افغانستانه وباسي.

که څه هم امریکا د خپل دې ماموریت د غځولو خبرې له ط البانو سره کړې خو تراوسه داسې ښکاري چې دې خبرو پایله ورنکړه او ط البانو امریکا ته خبرداری ورکړ چې د اګسټ تر پایه پوري باید خپل سرتیري له کابل څخه وباسي او له هغه وروسته يې دوی حضور نه مني.

امریکا اعلان کړی چې افغانستان ته يې د شپږ زره لیږلو سرتیرو له جوپې څخه يې نن لومړۍ ډله خپل هېواد ته ستنه کړې داسې ښکاري چې دوی پر  خپلو وتلو کار کوي خو د امریکا د جمهوري غوښتوونکو ګوند ځینې غړي وايي چې له افغانستانه په دومره لږ وخت کې  له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل ناممکن دي او نه شي کولای چې تر ټاکلی نېټې ووزي.

دوی ویلي چې په دومره لنډه موده کې د امریکايي ځواکونو  او د هغوی د همکارانو ایستل ناممکنه خبره ده او ښايي تر دې وړاندې امریکایان ونه توانیږي چې دا ماموریت ترسره کړي.

دوی  په دې هکله پر  امریکايي دولت باندې ږغ کړی چې د خپلې دې پریکړې په هکله له سره کتنه وکړي او و یې ویل چې امریکا په دې مسله کې د چا مشورې ته اړتیا نلري.

دوی وویل چې د کابل په هوايي ډګر کې حالت د اندېښنې وړ دی او په دې برخه کې يې د پوره پاملرنې غوښتنه کړې.

تر اوسه مالومه نه ده چې ایا امریکا به د روانې میاشتي تر ۳۱ نېټې ټول عسکر و باسي او روان ماموریت به ختم کړي؟ دې پوښتنې ته هیڅ ځواب نشته خو ط البانو لا له وړاندې  خبر ورکړی چې دوی نور په افغانستان کې  د امریکايي ځواکونو حضور نه مني او باید خپل عسکر له هېواده وباسي.

Comments are closed.