The news is by your side.

بلاخره طا لبانو د پاکستان د بې وفایی په هکله خپل دريځ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د تا لبانو وياند ذبيح ا م پخپله غونډه کې د پاکستاني خبريال هغه پوښتنه ځواب کړه چې ددې هېواد د پخواني پوځي صدراعظم پروېز مشرف په هکله ترې وشوه.

دغه پاکستاني خبريال د طا لب وياند څخه وپوښتل چې تاسې خو عمومي عفوه اعلان کړه نو ايا نه دې عفوه کې د پاکستان پخوانی صدراعظم پروېز مشرف هم راځي او که هغه به نه معاف کېږي.

ددغه خبريال د پوښتنې په ځواب کې ذبيح ا م وويل چې ددوی سره خو ډېری خلکو سختې بې وفايانې کړي دي، کله یې چې وخت راشي ورسره به بيا خبرې وشي.

د پاکستان د حکومت له لوري په طا لبانو شوي ظلمونه او په لويه کې د پاکستان په ملاتړ د طا لبانو د حکومت د سقوط مسله يوه حساسه مسله ده چې هر افغان غواړي په مناسب فرصت کې په دې مسله باندې بحث وشي او ددې کار مسولين تر پوښتنې لاندې ونيول شي.

په ۲۰۰۱ م کال کې چې په افغانستان کې د طا لبانو حکومت قایم و او په دې هېواد کې پوره امن راغلی و امريکا په افغانستان باندې برید کول غوښتل چې د بريد لپاره یې نېږدې سيمه کې پوځي اډو او لارو ته اړتیا درلوده.

د امريکا دا اړتيا پاکستان پوره کړه، نه يوازې چې دا اړتیا یې پوره کړه بلکې پخپل ټول وس یې لاس د امريکا سره يو کړ او د طا لبانو رژیم يې په ډېره بې شرمۍ سقوط کړ او وروسره یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر آمریکايانو ته لاس تړلی حواله کړ.

پاکستان د يوه لوري امريکا ته خپلې پوځي اډې، سمندري بندرونه او هوايي ډګر په واک کې ورکړ چې د طا لبانو رژیم له منځه يوسي د بل لوري یې په دې هېواد کې د طا لبانو په ضد عمليات پيل کړ او ورسره ورسره یې د امريکا سره د افغانستان دننه استخباراتي معلومات شريک کړل ترڅو د هېواد دننه هم امريکا طا لبان له منځه يوسي.

مګر ددې هرڅه سره سره طا لبانو د پاکستان په وړاندې کوم ښکاره دریځ ندی‌ اعلان کړی، ډېری کسان استدلال کوي چې طا لبانو ددې فرصت او شرايط ندي ترلاسه کړي، مګر نن چې طا لبان په افغانستان باندې حاکم دي نو ډېری عام طا لبان ددوی کورنۍ او نور عام افغانان اوس د طا لبانو څخه هيله لري د پاکستان په وړاندې جدي اقدامات وکړي او ددوی پخواني خيانتونه هېر نکړي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.