The news is by your side.

طا لبان: غني هر وخت افغانستان ته تګ راتګ کولی شی

خبريال وېبپاڼه: د طا لبانو وياند ذبيح ا م يو ځل بيا ويلي دي چې پخوانی ولسمشر کولی شي بېرته هېواد ته راستون شي، هغه د يوې پاکستانۍ رسنۍ سره د خبرو په مهال وويل چې اشرف غني بېرته هېواد ته راتلی شي او کولی شي بېرته بيا له افغانستان څخه ولاړ شي او يا یې چې هر وخت زړه وي افغانستان ته راشي او يا له افغانستان څخه ووځي.

مجاهد هغه اوازې هم رد کړې چې ويل کېدل پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالله عبدالله نظربند دي، ده وويل چې نه ددې دوه مشرانو د ساتونکو څخه وسلې اخیستل شوې دي او نه هم نظربند دی بلکې په کامل ډول آزاد دي.

د افغانستان تېښتېدلی پخوانی ولسمشر اشرف غني اوس په عربي متحده اماراتو کې مېشت دی، ويل کېږي نوموړي له ځان سره ۱۶۹ ميليونه ډالر هم د افغانستان د خزانې څخه تښتولي دي، داسې هم ويل کېږي چې هغه د خپلې ولسمشرۍ په دوران کې هم د افغانستان څخه په مليونونو ډالر عربي متحده اماراتو ته انتقال کړي.

خو اشرف غني بيا په يوه بيان کې ويلي دي چې ده له ځان سره هېڅ ډول پيسې نه دي وړې، نوموړي دا اوازې رد کړې دي او ويلي يې دي چې هېڅ وخت یې نه درلود او په سخته بېړه او عجله له افغانستان څخه د ووت.

په کابل باندې د طا لبانو له واکمنۍ او ولکې وروسته ډېری سياسي څېرې له افغانستان څخه تېښتېدلي دي، دوستم او عطامحمد نور چې د طا لبانو د قتل عام کولو خبرې یې کولې او نورې ډیرې غورې يې وهلې د طا لبانو له وېرې لومړی ازبکستان او وروسته نورو هېوادونو ته وتښتیدل، له دوی پرته نور سياستوال چې پښتانه به یې په افغانستان کې د طا لبانو په غلامۍ تورنول لکه محقق، يونس قانوني، احمد مسعود، احمد ضيا مسعود او نور هم پاکستان ته تېښتېدلي دي.

که څه هم طا لبانو دوی ته ډاډ ورکړي دی چې هېواد ته دې راشي دوی به خوندي وي خو په دوی کې ځینې واقعا ډارېږي او ځينې بيا د هغه ځای څخه سپارښتنې او غوښتنې کوي چې دوی ته دې واک کې برخه ورکړل شي ترڅو د پخوا په څېر ددوی خوله بيا غوړه وي.

ليکوال سيد جمال ابراهيمي

Comments are closed.