fbpx

کرکټ ته د شاهانو لوبه ویل کیږي

د کرکټ لوبې سرچینه له انګلستان څخه په شپاړسمه پېړۍ کې اخیستل شوې ده، ویل کیږي چی پخوا به دغه لوبه د انګلستان شاهانو کوله او دوې به په ډیرو مهمو پروګرامونو لکه ودونو کې هم دا لوبه کوله.

د معلوماتو له مخې، کرکټ په پیل کې اورونه نه درلودل، شاهانو به یی تر ډیره توپوهنه کوله او ددوی کارکوونکو به توپونه ورته راټولول. لنډه دا چی دا مهال کرکټ د نړۍ دویمه دود او زړه راښکونکې لوبه ده، دغه لوبه د دوه لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چی هره لوبډله باید یولس لوبیدونکي لوبغاړي ولري. پدې لوبه کې د هر لوبغاړي دنده معلومه وي، لکه توپوهنه، توپ اچونه، ویکټ ساتنه، توپ نیونه دا به هر لوبغاړی کوي، تر څنګ یی توپوهنه هم په لوبه کې هر لوبغاړی کولی شي او هره لوبډله باید لوبډلمشر ولري.

کرکټ لوبه خپل اړین وسایل لري، لکه: توپ، بیټ، ویکټې او بیلز، پیډونه، توپوهونکي ګلفز، ویکټ ساتونکي ګلفز، هیلمیټ، سیف ګارډ، لباس، بوټونه، ایلبو او ټای پیډ. په کرکټ لوبه کې لوبڅاران مهمه دنده پر غاړه لري او لوبڅارانو له لوري د نورو مهمو دندو ترڅنګ د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو ترمنځ د لوبې پچه پدې موخه اچول کیږي، چی څوک به توپوهنه او یا هم توپ اچونه کوي. کرکټ رسمي اوس په ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو فارمټونو کې یو دایروي لوبغالي کې د ۲۰ متره پیچ په درلودلو سره ترسره کیږي. ټیسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه، پدې لوبه کې د هرې لوبډلې د هر لوبغاړي باید سپین لباس وي او پدې لوبه کې سور توپ کارول کیږي. ټیسټ لوبه کې دواړه لوبډلې دوه پاڼۍ کوي، کومه لوبډله چی په لومړۍ پاڼۍ کې هر څومره منډې جوړوي، سیالې لوبډلې که له هغې زیاتې منډې وکړې، د لومړۍ پاڼې لوبډله پدې دویمه پانۍ کې باید لومړی هغه زیاتې منډې پوره کړي او له هغې وروسته چی نورې منډې جوړوي، هغه د مخامخ لوبډلې لپاره هدف ټاکل کیږي، که چیرې یی په دویمه پاڼۍ کې د سیالۍ لوبډلې زیاتې شوې منډې پوره نکړې، نو واضحه ده چی لوبه یی بایلوده، هیره دې نه وي چی په دې فارمټ کې فالو ان هم اخیستل کیږي په هغه صورت کې چی، د لومړۍ پاڼۍ له ټاکلو منډو وړاندې د ۲۰۰ منډو په توپیر د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي وسوځیږي، ددې لوبې دویم اننګز لوبیدونکې لوبډله که هدف ته ځان هم ونه رسوي او ټول لوبغاړي یې د لوبې تر ټاکلو مودې ونه سوځیږي نو لوبه مساوي پای ته رسیږي. د ویلو ده چی دغه فارمټ لوبې د ډیرو لوبډلو ترمنځ په یو ځای او یو وخت کې تر ډیره نه ترسره کیږي. ۱- ټیسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې هغه هیوادونه کولی شي، چی د کرکټ د نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب ولري، لکه: افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، استرالیا، نیوزیلنډ، سویلي افریقا، ویست انډیز، انګلستان، زمبابوې او ایرلنډ. د کرکټ مینوالو د کرکټ پوهاوي دغه لړۍ به په راتلونکو نورو ګڼو کې هم تاسو ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ:

د افغانستان سيالان په ٢٠٢٠ کال نړيوال جام کې معلوم شول

افغانستان او پاکستانۍ لوبډله په په يوې سيالۍ کې سره مخ کېږي

کرکټ په افغانستان کې دومره ستر تاریخچه نلري خو لاسته راوړنې یی د نړۍ په کچه ډیرې او د پام وړ دي، د کرکټ لوبه له  ۱۹۹۵ میلادي کال راپدیخوا پیل شوه، دغه لوبه هغو افغانانو پیل کړه چی د مهاجرت په وخت کې ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شوي ول او ګران هیواد افغانستان ته په راتګ سره دوی دا لوبه پیل کړه. خو له دې لوبې سره افغانانو اشنایی نه درلوده او علاقمندي ورسره نه ښودله خو د وخت په تیریدو سره د دې لوبې ګډونوال او مینوال زیاتیدل او دا لوبه د افغانستان په المپیک ملی کمېټې په چوکاټ کې ثبت شوه، د وخت مسؤلینو دا لوبه په ۲۰۰۱ میلاي کال کې دغه لوبه د کرکټ نړیوالې شورا سره ثبت کړه او په ۲۰۰۳ میلادی کال کې یی له کرکټ اسیایی شورا سره ثبت او راجستر کړه.

دې لوبې د وخت په تیریدو د افغانستان لپاره په بیلابیلو بهرنيو سیالیو کې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او د افغانستان نوم به یی هر ډول لوبو کې ښه ځلاوو، همدا لامل شو چی په افغانستان کې ددې لوبې مینوال ورځ تر بلې زیاتیدل او د افغانستان د ملي لوبډلې سربېره د افغانستان ۱۷ کلنو ۱۹ کلنو کرکټ د پام وړ بریاوې درلودې.

د کرکټ فدراسیون مسؤلینو د وخت له ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څخه ددې ادارې د بورډ کېدولو غوښتنه په دې اساس وکړه چی په نورو هېوادونو کې هم کرکټ ادارې بورډ وي، همدا و چی د وخت ولسمشر د ۱۸۱۷ حکم په اساس دغه اداره په بورډ بدله شوه.

د افغانستان له لوري لومړی سفر په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د افغانستان ۱۷ کلنو لوبډلې هند کړی او په  ۲۰۰۴ میلادي کال کې بیا ملي لوبډلې رسمي سفر درلود.

ليکوال : فريد هوتک

د افغانستان کرکټ بورډ په مننې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com