The news is by your side.

د پنجشیر د تسلیمۍ درې لوی شرطونه چې ط البانو رد کړه

خبريال ويب پاڼه/ شاوخوا شل ورځې وړاندې طالبانو د اشرف غني حکومت نسکور او واک ته ورسيدل او اوس د پنجشير څخه بغير ط البانو د افغانستان ټول ولايتونه قبضه کړي.

خو د پنجشير موضوع تر اوسه ګرمه ده او د خبرو له لارې نه بلکي د اوس لپاره پر جګړه تمرکز شوی دی.
ط البانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د پنجشير د نیولو لپاره يې جګړه نه مصالحه خوښه ده خو په پنجشير د وژل شوي پخواني محلي قوماندان مسعود زوی او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح بيا له ط البانو سره پر جګړه کولو ټينګار کړی په ورته مهال له دې ولايت څخه وړاندې او اوس د يو شمير نښتو راپورونه هم ورکول شوي.
پنجشيريانو درې لوی شرطونه وړاندې کړي چې پر طالبانو د هغه له منلو وروسته به بيا دوی پنجشير تسليموي خو طالبانو د دوی درې واړه شرطونه رد کري.
يو شمير سرچينې وايي چې د مقاومت ډلې او ط البانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې هغوی درې غوښتنې وکړې چې ط البانو رد او جګړه پيل شوه.
پنجشيريانو په دی غوښتنو کې ويل شوي چې راتلونکی نظام دي صدارتي او د دوی د خوښي وړ کس دي لومړی وزير شي.
دويمه يې دا غوښتنه کړې وه چې قوماندان مسعود دي په بل راتلونکي اساسي قانون کې بيا هم د هېواد ملي اتل ونومول شي او همدارنګه وروستۍ غوښتنه یې دا کړې وه چې په دفاع، بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو کې دي يو يو مرستيال د دوی په غوښتنه و ټاکل شي
تر اوسه ط البان او مخالفه ډله د دې قضیې په هکله څه نه وايي چې دا راپور نه رد شوی او نه هم تائید شوی.
د ط البانو له لوري موده مخکې د پنجشير حدودو ته د دوی جنګيالي رسيدلي او دا ولايت يې په خپله محاصره کې را وستلی وو.
اوس له تيرو دوه ورځو را په دې خوا له ياد ولایت څخه د جګړو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي.
تراوسه پوري د پنجشير قضيه همداسې او اندېښنې پر ځای پاتي دي.
ط الب وايي چې ډير ژر به دوی نو حکومت اعلان کړي او خلګو ته به د ژوند ښې چارې برابرې کړي خو داسې ښکاري چې افغانستان هره ورځ شا تګ کوي

Comments are closed.