The news is by your side.

ترکیه: که اروپايي ټولنه هرڅومره پيسې راکړي بيا هم افغان کډوال نه منو

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت او د نا امنۍ څخه د اندیښنې له کبله اروپا ته د افغانانو کډوالي په بې سارې توګه زياته شوې ده.

افغانان په ځانګړي ډول غواړي ځان اروپا ته ورسوي ځکه چې هلته د کار پيدا کولو او ښه ژوند هيلې زياتې دي، مګر اروپا د افغان کډوالو څخه نوره بې زاره ده او وايي چې په کافي ډول يې افغان کډوال منلي دي، له همدې کبله اروپايي ترکيې ته د مرستې وړانديز کوي او هڅه کوي چې د مرستو له لارې افغان کډوال په ترکيه کې تم کړي او اروپا ته د رسېدو مخنیوی يې وکړي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن په خپله یوه وينا کې وويل چې دوی په هېڅ صورت دا نه مني چې د اروپا د پيسو په مقابل کې افغان کډوال پخپله خاوره کې ومني،‌د ترکيې حکومت وايي چې دوی له دريو ميليونو زيات سوريه يي کډوال منلي دي او همدا اوس په زرګونه افغانان په ترکيه کې مېشت دي نو د نورو کډوالو د منلو توان نلري.

په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو زياتوالی ددې سبب شوی دی چې ددې هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړيکې خرابې شي، په ځانګړي ډول ملت پال ګوندونه او خلک د حکومت څخه غواړي چې په دې کچه کډوال ونه ومني.

ملت پال ترکان په دې اند دي چې زيات کډوال به په راتلونکي کې ددې هېواد قومي تناسب له منځه وړي، یوازې قومی مسله نده بلکې دا ترکان وايی چې زياتو کډوالو یې ژوند تریخ کړی دی.

ډېری ترکان دا شکایت کوي چې ورغلي افغان کډوال ددوی د ژوند له ارزښتونو سره جوړ ندي، دوی وايي ورغلي افغان کډوال، ډېری يې داسې خلک دي چې هېڅ په درد نه خوري، په پراخه کچه په جرمونو کې لاس لري او دوی اوس ان خپل کوچني ماشومان هم ددوي له وېرې پارکونو ته نشي استولی.

د افغان کډوالو څخه بل لوی شکایت دادی چې ترکان يې کوي؛ افغان کډوال صرف ځوان نارينه دي، دوی که له جګړې تښولی نو‌ کورنۍ به یې ورسره وې خو دوی اقتصادي کډوال دي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.